لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او ایران په خپلو کې نهه تړونونه لاسلیک کړل


د هند وزیراعظم نریندرا مودي د خالي یا شنبې په ورځ د ایران صدر حسن روحاني سره د امنیت، سوداګرۍ او انرژۍ په برخه کې تر سختو خبرو وروسته په خپلو کې نهه تړونونه لاسلیک کړل.

د هندوستان د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، پدغو تړونونو کې د دوه اړخیز ټېکس (ډبل ټکسیشن) مخنیوی هم شامل دی. دواړو خواوو په خپلو خبرو کې په یو شمېر سیمیزو حالاتو هم بحث کړی.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کومار په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي: ٫٫ دواړو مشرانو د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ارتباطاتو، دفاعي، امنیتي او د یو شمېر سیمیزو مسلو په اړه مهمې او ګټورې خبرې وکړې.٬٬

ښاغلي مودي له روحاني سره د یوې ګډې خبري غونډې پرمهال وویلي، هند ته د ایران د ولسمشر له سفر څخه څرګندیږي چې دواړه خواوې غواړي په مهمو برخو کې سره همکاري وکړي.

د ایران صدر حسن روحاني وویل، هند او ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو ډول دریځ لري. ٫٫ مونږ د ترهګرۍ او توندلاریتوب په وړاندې جګړه کې ژمن یو.٬٬

ایراني مشر همدرانګه وویلي، چې سیمیزې شخړې باید د ډپلوماسۍ او سیاسي لارو څخه حل شي. د هند لومړي وزیر د سټراټیژيک چابهار بندر په برخه کې د ایراني مشر لخوا د غوره مدیریت ستاینه وکړه.

د هند لومړي وزیر دا هم وویل چې دوی له ترهګرۍ او د نشي توکو د قاچاقو له مسلې څخه د ورپېښو ګواښونو په اړه هم سره غږېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG