لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرد سیمه کې د حکومت خلاف احتجاجونو مخنیوي دپاره د ایران په اقداماتو کې څلور کسان وژل شوي


په ناروی کې مېشته د انساني حقونو ډلې هېنګو وویل احتجاجونو د چقولو دپاره د ایران پاسداران انقلاب څانګې عسکر په پوځي هېلې کاپټرو کې مهاباد ته رسوول شوي دي چې د سني مسلمانانو د اکثریت کرد ښار دی
په ناروی کې مېشته د انساني حقونو ډلې هېنګو وویل احتجاجونو د چقولو دپاره د ایران پاسداران انقلاب څانګې عسکر په پوځي هېلې کاپټرو کې مهاباد ته رسوول شوي دي چې د سني مسلمانانو د اکثریت کرد ښار دی

د هېواد په کرد سیمه کې د حکومت خلاف احتجاجونو د مخه نیولو دپاره د ایراني حکومت په اقدماتو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او په کرد سیمه کې ایران اضافي امنیتي عسکر ځای په ځای کړي دي.

روېټرز خبري اداره وايي د ایران په کرد سیمه کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ د څلورو احتجاج کونکو د وژل کېدو خبر سوشل ميډیا او د انساني حقونو فعالانو ورکړی دی.

د سېپټمبر په میاشت کې د ۲۲ کلنې کرد مېرمن مهسا امیني د پولیس په ولکه کې د مرګ وروسته په ایران کې د احتجاجونو لړۍ دوام لري. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی.

روېټرز وايي دغه احتجاجونه په هغو سیمو کې زیات شدت لري چې اکثریت ابادي پکې د ایران لس مېلین کردانو وي.

روېټرز وايي په سوشل ميډیا شریک کړی شویو وډیوز کې مسلح ایراني عسکر په مهاباد ښار کې لیدل کېږي چې په پوځي موټرو کې سواره دي او دغه موټرې په قافله کې روان دي او په پس منظر کې د درنې وسلې ډزې اورېدل کېږي. اداره وايي د وډیوګانو د کره والي تصدیق نشي کولی.

په ناروی کې مېشته د انساني حقونو ډلې هېنګو وویل احتجاجونو د چقولو دپاره د ایران پاسداران انقلاب څانګې عسکر په پوځي هېلې کاپټرو کې مهاباد ته رسوول شوي دي چې د سني مسلمانانو د اکثریت کرد ښار دی.

پاسداران انقلاب په یو بیان کې چې په سرکاري مطبوعاتو خپور شوی، په سیمه کې ځواکونو د ځای په ځای کېدو تصدیق وکړو او ويې وېل دغه ځواکونه به په سیمه کې د ترهګرو بېلتون خوښو مخنیوی کوي.

ایراني چارواکي وايي امریکا او نور مغربي ملکونه په هېواد کې احتجاجونو ته لمن وهي او دا چې مهسا امیني د ناورغۍ له امله مړه شوي دي.

روېټرز خبري اداره وايي د شیعه اکثريت ایران یو مشهور سني عالم او د حزب اختلاف اواز مولوي عبدالحمید په امنیتي ځواکونو غږ کړی چې په مهاباد کې دې په خلکو ډزې نه کوي.

هغه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل فشار او سخت حکومتي اقدامات به په مهاباد کې عدم اطمینان نور زیات کړي.

هېنګو وویل په کرد سیمه کې لږ تر لړه څلور کسان وژل شوي دي.

د ایران سرکاري مطبوعاتو وویل چې په سیمه کې امن قایم کړی شوی دی خو فعالانو او هېنګو د ټوېټر دلارې وویل په یو شمېر کرد ښارونو کې مزاحمت دوام لرلو.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ایران د قومي فټ بال ټیم لوبغاړي په قطر کې د فټ بال د ورلډ کپ په موقع په ایران کې د احتجاج کونکو سره د همدردۍ اظهار وکړو. هم په قطر کې د انګلېڼد خلاف د ایران د مېچ په موقع ایراني لوبغاړو مظاهره چیانو سره د یوالي په توګه قومي ترانه و نه وېله.

د مهسا امیني د مرګ وروسته راپارېدلي احتجاجونه دریمې میاشت ته رسېدلي روېټرز وايي د دې باوجود چې ایران د مظاهره چیان خلاف سخت ګامونه پورته کړي دي او لږ تر لږه شپږ ګرفتار احتجاج کوونکو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

یادونه: دې رپورټ معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG