لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د احتجاج کونکو خلاف اقدامات سخت کړي دي


اېمېنسټي انټرنېشنل په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې په ایران فشار واچوي چې د مظاهرو د چقولو اقدامات ودروي. اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د خپلو جرمونو د پټولو دپاره تهران انټرنېټ او موبایل سروس ځنډولې دي
اېمېنسټي انټرنېشنل په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې په ایران فشار واچوي چې د مظاهرو د چقولو اقدامات ودروي. اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د خپلو جرمونو د پټولو دپاره تهران انټرنېټ او موبایل سروس ځنډولې دي

ایران د مهسا امیني د مرګ په سر د راپارېدلو احتجاجونو خلاف اقدامات سخت کړي دي او سوشل ميډیا ښښي چې ایراني چارواکو په کرد سیمه کې چې د مظاهرو مرکز ګڼل کېږي هلته د ناقرارۍ مخنیوي دپاره ټېنکونه لېږلي دي.

د ایراني کردستان په مرکزي ښار سنندج کې پولیس په یوه علاقه کې ډزې کړي او د کردستان د انساني حقونو یوې ډلې په سوشل ميډیا وډیو خپره کړې چې ښښي په کوڅو کې وخت په وخت ډزې کېږي او اورونه لګول شوي دي.

د ایران د کردستان صوبې نه علاوه د ملک په نورو برخو کې هم د پولیس په حراست کې د مهسا امیني د مرګ په سر احتجاجونو دوام درلود او د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا وډیوګانو ښودل چې په سرښار تهران کې ځینې مېرنې د حجاب نه بغیر سر تورې ګرځي.

امیني پولیس په دې الزام نیولې وه چې حجاب يې سم نه و په سر کړی. د هغې د مرګ نه پس په ایران کې د شروع شویو احتجاجونو څلورمه هفته وشوه. دغه مظاهرې د ایران د تېلو او ګېس صنعت ته هم رسېدلي دي. د ګل، دوشنبې، په ورځ د تېلو صفا کولو په دوو کارخانو کې کارکونکو احتجاجونه وکړل.

امیني په قام کرد وه او د مرګ نه یوه ورځ وروسته يې د سېپټمبر په وولسمه نېټه جنازه وشوه.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د ایران د امنیتي ځواکونو غندنه کړې چې د تنظیم په قول په احتجاج کونکو ډزې کوي او د خلکو په کورونو او د مظاهره چیانو په ضد بې دریغه د اوښکو ګېس استعمالوي.

اېمېنسټي انټرنېشنل په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې په ایران فشار واچوي چې د مظاهرو د چقولو اقدامات ودروي. اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د خپلو جرمونو د پټولو دپاره تهران انټرنېټ او موبایل سروس ځنډولې دي.

ایران په سنندج کې د مظاهرو په ضد د نویو اقداماتو تصديق نه دی کړی.

په تهران کې د برطانيي سفیر د ایران خارجه وزارت ته طلب کړی شوی و. برطانيي د ایران د اخلاقي پولیس او د امنیتي ادارو په ځینو چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د ایران خارجه وزارت دغه پابندۍ بې بنیاده وبللې او دړکه يې وکړه چې تهران به ځوابي اقدامات وکړي.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون ویلي په ایران کې چې څه کېږي دنیا ورته ګوري.

جېک سولېون په ټوېټر خپل پېغام کې وویل په مظاهرو کې برخه اخیستونکي د ایران شهریان دي، د مظاهرو مشري ښځې او جینکۍ کوي او د احترام او د بنیادي حقونو غوښتنه کوي. مونږ د دوی سره ولاړ یوو او هغه خلک به ذمه واري ګڼو چې د دوي غږونه خاموشه کولو دپاره د تشدد د استعمالولو ناکامه کوښښونه کوي.

په اوسلو، ناوری، کې مېشته د انساني حقونو تنظيم ایران هیومن رایټس اندازه ده چې په ایران کې د احتجاجونو په مهال لږ تر لږه ۱۸۵ کسان وژل شوي او په زرګونو کسان ګرفتار شوي دي. د انساني حقونو د ډلې په دغه شمېره کې هغه ۹۰ کسان هم شامل دي چې د ایران په مشرقي ښار زاهدان کې په یو پولیس افسر د جنسي زیاتي د الزام په سر جدا مظاهرو کې وژل شوي دي.

حکومت وايي د ۲۰ نه زیات د امنیتي ځواکونو عسکر هم په مظاهرو کې وژل شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې د ایران د پخواني صدر اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایزه رفسنجاني هم شامله ده

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG