لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي فوج: موصل سره نژدې یو شمیر کلي يي داعش نه اخیستي


د روس دفاع وزارت په خپل یو بیان کښې وئیلي پلمیره تاریخي ښار کښې د یاغیانو په سنگرونو او دوي لپاره روان کومک او رسد باندې یه ٦۴ هوائي بریدونه کړي. پلمیره د شام همس ایالت کښې پرته سیمه ده کومه چې شامي حکومتي عسکرو د روس په امداد نهه میاشتې وړاندې د یاغیانو څخه پاکولو دعوه کړې وه
د روس دفاع وزارت په خپل یو بیان کښې وئیلي پلمیره تاریخي ښار کښې د یاغیانو په سنگرونو او دوي لپاره روان کومک او رسد باندې یه ٦۴ هوائي بریدونه کړي. پلمیره د شام همس ایالت کښې پرته سیمه ده کومه چې شامي حکومتي عسکرو د روس په امداد نهه میاشتې وړاندې د یاغیانو څخه پاکولو دعوه کړې وه

د عراق فوځ یو جرنیل دعوه کړې د داعش په قبضه کښې موصل ښار نه غربي اړخ ته شپږ کلي یې د ترهگر ډلې د ولقې نه آزاد کړي دي.

جرنل عبدالامیر یارالله مطبوعاتو ته ویلي هازمیه الجنوبیه، موشرفات الجسر، زید المعوصب، یاسین ال هلبوس، تال میدان قولي، او البوتا الغربیه یي د داعش وسله والو څخه قبضه کړي او ۴٥٠ پورې کورنۍ يي ددغه سیمو څخه بهار کړي دي.

عراقي مطبوعات د درې نورو کلو، تل غزل، تل مجن او شویره د آزادیدو خبره هم کوي.

د نینیوا ایالت په دې سیمو د عراقي فوځ هشد ال شا ابي عسکرو عملیات پیل کړې وو او فوځي کماندانان وايي داعش له به دې کلو څخه کمک روان و.

په کال ٢٠١۴ کښې د عراق په دویم لوې ښار موصل باندې داعش وسله والو قبضه کړې وه او د دوي مشر ابو بکر البغدادي هم دې ښار نه د خپل خلافت اعلان کړې و.

د موصل نه راغلې د وروستي خبرونو ترمخه، عراقي فوځ د ښار غربي اړخ باندې د ُنور په نوم یو گاونډ هم قبضه کړی دی. خبري سرچینې وایي داعش وسله وال سره د خپلو خپلوانو، د ال زیره، ال مهندیسن او ال تقافي غربي گاونډونو نه د ښار ښي اړخ ته تیښته کړې ده. د عراق وزیراعظم حیدر العبادي دعوه کړې د روان کال آخر پورې به موصل د داعش وسله والو څخه پاک کړي.

بل لوري ته د عراق گاونډي شام کښې حکومتي عسکرو، د حلب یا الیپو ښار سویلي علاقه د یاغیانو نه بیا نیولې او د مخالف وسله والو په قبضه کښې پاتې ځیونو باندې یي درنه بمباري کړې ده.

برطانیه کې میشته د شام بشري حقونو څارنه کونکي سازمان ویلي حکومتي عسکرو د شیخ سعید په سیمه قبضې سره د ښار نوي فیصده علاقه خپله ولقه کې اخستې. کال ٢٠١٢ کې د شام حکومت مخالف وسله والو دا ښار قبضه کړې و.

د بشري حقونو سازمانونه او د شام قامي میډیا په خپل راپورونو کې ویلي د یاغیانو ولقې لاندې سیمو نه عام کسانو کډې شورو کړي.

شامي عسکرو د روس په امداد یوه میاشت وړاندې په حلب ښار خپل باقاعده فوځي عملیات پیل کړې وو.

دې ترمینځ وئیل کیږي خود ساخته دولت اسلامي ترهگر ډلې د څلور ورځو سختې جهگړې پس پلمیرا ښار او د دې تاریخې ځیونو باندې مکمل قبضه کړې. د بشري حقونو سازمان وائي د پلمیره جدید ښار بشمول دغلته د هوائي ډگر او تاریخي قلعې د داعش په ولقه کښې پریوتي.

د روس دفاع وزارت په خپل یو بیان کښې وئیلي پلمیره تاریخي ښار کښې د یاغیانو په سنگرونو او دوي لپاره روان کومک او رسد باندې یه ٦۴ هوائي بریدونه کړي.

پلمیره د شام همس ایالت کښې پرته سیمه ده کومه چې شامي حکومتي عسکرو د روس په امداد نهه میاشتې وړاندې د یاغیانو څخه پاکولو دعوه کړې وه.

بل لوري ته د سیمې په دوره د امریکه دفاع وزیر ایش کارټر نن اسرائیل ته رسیدلې چرته چې به هغه د امریکې لخواه اسرائیل له جدید اېف 35 هوائي جهازونو بیړې سپارلو دستوره کښې برخه اخلي.

ایف 35 د امریکه لاک هید مارټن کمپنۍ دلاس جوړ جدید الوتکي دي او اسرائیل له به دا پنځوست جهازونه ورکولې کیږي کوم سره به چې په سیمه، اسرائیل له ټولو مظبوط هوائي قوت اوگرځي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG