ایران د سیمې د سیوا شوي تاؤ تریخوالي اؤ روس ته د وسلو ورکولو د تورونو په جریان کې د یو پوځي پریډ په مهال د یو نوي بیلسټک میزایل اؤ په یو اړخیزه توګه د برید کوونکي ډرون مخکتنه کړې ده.
د خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ له مخې لویدیځ حکومتونه په ایران تورونه لګوي چې د اوکراین په ضد جګړه کې روسې ته ډرون اؤ میزایل ورکوي خو تهران په پرله پسې دا ډول تورونه رد کړي دي.
د ایران سرکاري خبري شبکې ارنا پخپل رپورټ کې ویلي چې بیلسټک میزایل جهاد د ایران د پاسداران انقلاب ایرو اسپيس آرم ډيزاین کړی اؤ تیار کړی دی اؤ اپریشنل رینج یا ساحه یې ۱۰۰۰ کلو میټره ده.
د ډرون په هکله ارنا وایي چې دا د ’شهید-136 بي‘ ډرون ’شہید-136‘ یو تازه کړل شوي ورژن دی چې نوي خصوصیات لري اؤ 4 زره کلو میټره نه په زیاته ساحه کې فعالیت کولی شي.
د دې میزایل اؤ ډرون مخکتنه په هغه پوځي پریډ کې شوې چې د عراق اؤ ایران د جګړې په یاد کې راجوړ شوی و اؤ د ایران صدر مسعود پزشکیان هم پکې برخه درلوده.
صدر مسعود پزشکیان ویلي "نن زمونږ دفاعي اؤ (د نورو قوتونو) په ډډه د ساتلو توان دومره لوړ شوي چې کوم شیطان زمونږ پر خوږ ایران د تیري تصور قدرې نه شي کولی"
هغه ویلي "د اسلامي هیوادونو تر منځ په یووالي اؤ همغږۍ مونږ خونړی نسل وژونکی غاصب اسرایل په قابو کې ساتلی شو څوک چې په ښځو،ماشومانو،بوډاګانو یاځلمو هیڅ رحم نه کوي"
د ایران سپریم لیډر ایت الله علي خامنه اي هم د ایران په کوربه توب د مسلمانانو عالمانو کلیزه غونډه کې د برخه لرونکو ډلو سره لیدنو د اسرایل په ضد همداسې څرګندونې کړې دي.
هغه په اسلامي هیوادونو ټینګار کی چې د اسرایل سره خپلې اقتصادي اړیکې په بشپړ ډول وشلوي اؤ سیاسي تعلقات دې ورسره کمزوري کړي.
تېر کال په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له برید وروسته په منځني ختیځ کې تاؤ تریخوالی زیات شوی اؤ د غزې یوه ستره شخړه رامنځته شوې ده چې سیمه کې یې د ایران ایتلافیان هم پخپله غیږه کې اخستي دي.
په دې وروستیو کې په سیمه کې تاو تریخوالی نور هم سیوا شوی دی ځکه چې د اسرایل پوځي طاقت د شمال له لوري د لبنان سرحد ته منتقل شوی دی چرته چې د هغوي ځواکونه د حزب الله خلاف په جګړه بوخت دي.
د لبنان چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ بېروت کې د اسرایل په یوه هوایي حمله کې د حزب الله د دوؤ کمانډرانو په ګډون 31 کسان وژل شوي وؤ.
Forum