لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د ریيسي په مړينه ماتم اعلان کړی خو مخالفينو يې پرې جشن کړی او ميټايانې یې وېشلي


ايران د هيليکاپټر په پېښه کې د صدر ابراهيم رېيسي او هغه سره نورو په مړينه د پينځو ورځو ماتم اعلان کړی خو ګڼو ايرانيانو بيا په ملک کې دننه، بهر ‏او ټولنيزو رسنیو په دغه پېښه خوشالۍ کړي او ميټایانې یې وېشلي دي.‏

‎63‎‏ کلن ریيسي چې د هيليکاپټر په پېښه کې مړ شوی، مخالفين یې هغه د ايران سخت دريځه اسلام پاله حکومت کې د څارنوال په توګه دنده باندې ‏سختې نيوکې کوي چې هغه په ‏‎1988‎‏ کې د سياسي مخالفينو د قتل عام حکم کړی او بيا یې د صدارت په وخت کې د ښځو د حقونو د غورځنګ پرضد قوت ‏کارولی کوم چې په ‏‎2022‎م کې پیل شوی او تر ‏‎2023‎م پورې روان وو.‏

د وي او اې فارسۍ څانګې ته ځینې داسې ويډيوز ترلاسه شوي چې باوري ګڼل کيږي، پکې ګڼ خلک ليدل کيږي چې د رېيسي په مړينه مټايانې او ‏چاکلېټونه وېشي.‏

يوه ويډيو چې د وي او اې فارسۍ ټي وي کوربه مسيح علي نجد ته لېږل شوې او په ټولنيزو رسنيو خپره کړل شوې، په پټ مخ ښځه پکې ليدل کيږي په عام ‏پارک کې ګرځي خلکو ته خواږه کېکونه يا پيسټريانې ورکوي.‏

دوی يو بل سره د شيرينۍ وېشلو په اړه خبرې هم کوي، خاندي چې په څه خوشالۍ کې دغه وېشي، بيا بله ورته وايي، دوی دواړه په دې خبر دي، په ظاهره ‏دوی د رېيسي مړینې ته اشاره کوي.‏

وي او اې په ازاده توګه په ويډيوز کې د خوشالۍ د حالاتو تاييد نه شي کولی ځکه په ايران کې دننه پرې بنديز دی.‏

خو د ايران نه بهر د يورپي هيوادونو په غټو ښارونو کې بيا دغه خوشالۍ په ښکاره نمانځل شوي دي.‏

د دغو خوشالو نمانځلو ويډيوز په ټولنيزو رسنيو خپرې کړل شوي او د وي او اې فارسۍ څانګې سره شريکې کړل شوي، ايرانيان په لندن، کوپين ښېګن، ‏دې هېګ او هېمبرګ کې په موسيقي نڅا کوي.‏

د ايران د حکومت ناقدينو د هيلي کاپټر او کټلېټ يا د وريتې کړل شوې غوښې د ټکړې د تورو څخه د فارسۍ ګډ توری " هيلي کټليټ" هېش ټېګ جوړ ‏کړی، په ریيسي او د هغه په اتحاديانو باندې یې طنز او ټوقې جوړې کړي دي. ‏

ایراني چارواکي واي خاورو ته د ابراهیم رییسي خاورو د سپارلو مراسم به د پنجشنبې- زیارت په ورځ په مشهد ښار کې ترسره شي.

په ایران کې د اسلام پاله حکومت ګڼو ايرانيانو مخالفينو په کال ‏‎2020‎م کې په بغداد کې په ډرون بريد کې د وژل شوي قاسم سلېماني په وژنه هم خوشالۍ ‏نمانځلې او هغه ته یې هم کټليټ ويلي وو.‏

د ايران د سايبر پوليسو مشر د ګل/دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په ټولنيزو رسنیو دغه ډول پوسټونه په غور څاري، او خلکو ته یې مشوره ورکړې د ‏دغه ډول پوسټونو دې ډډه وکړي کوم چې د خلکو جذبات راپاروي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG