لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي نړيوالو څارونکو ته به د ايران د ايټمي مرکزونو رسايي‌ نوره نه ورکوي


اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د ايران د پارليمان سپيکر محمد باقر قالي باف ويلي د ايټمي انرجۍ د څار اېجنسۍ سره يې د دريو مياشتو مهلت د مۍ په ۲۲مه نېټه سرته رسېدلی دی، او نور به دغه اېجنسۍ ته دا اجازت نه وي چې د ايران د جوهري پروګرام تصويرونه اوباسي.

رپوټونه وايي‌ د دغې اېجنسۍ مشر رافيل ګروسي د ايران سره د څارنې تړون غزولو په سر خبرې اترې کوي.

د اېجنسۍ مشرانو د ايران د پارليمان د سپيکر په تبصره د خبرې کولو نه ډډه کړې خو ويلي يې دي چې د دوي ډاېريکټر جنرل به د اتوار په ورځ ناوخته خبريالانو ته خپل غبرګون وايي.

دغه اېجنسي د کال ۲۰۱۷ م راهسې د ايران د جوهري پروګرام په زرګونو عکسونه هره ورځ‌ اخلي او په دغه مرکزونو د نزدې نه نظر ساتي. د دې ترڅنګ يې د ايران په جوهري مرکزونو او سازو سازمان داسې سيلونه هم لګولي چې بدلون کول پکې ګران دي.

د ايران پارليمنټ د فرورۍ په مياشت کې فېصله کړې وه که يورپي ملکونو په ايران لګول شوي‌ بنديزونه په دريو مياشتو کې ختم نه کړل نو دوي به د ملګرو ملتونو د اداری انسپکټرانو ته د خپلو جوهري مرکزونو د څار اجازه نه ورکوي.

د جوهري اېجنسې د څارنړيوالې ادارې د ايران سره په دغې خبره د دريو مياشتو تړون کړې وو چې تر هغې به دوي د ايران د جوهري مرکزونو تصويرونه اوباسي او بيا به دغه ټول اخستل شوي تصويرونه په دريو مياشتو کې دننه دننه ورانوي، دغه مهلت د مۍ په ۲۲ مه نېټه پوره شوې دی.

د ايران د دغې تبصرې نه دا نه معلوميږي چې دوي به يواځې د تصويرونو اخستلو اجازته نه ورکوي او که نړيوال انسپکټرانو ته به نېغ په نېغه دخپلو مرکزونو د کتلو اجازت هم نه ورکوي.

په ايران کې ۱۸ جوهري مرکزونه او ۹نور داسې جوهري ځايونه دي چې د جوهري انرجۍ د نړيوالې اېجنسۍ آي ای اي ای د څآر لاندې دي. د ايران د پارليمان سپيکر محمد باقر ويلي د هېواد روحاني مشر آيات الله علي خامنايي‌ د ده د فېصلې ملاتړ کړی.

ای پي خبري اداره وايي دغه تبصره چې په سرکاري ټېلي وژن نشرشوې، به په ويانا کې د ايران د جوهري تړون په ځآېې ساتلو د پاره نړيوالې سفارتې هلې ځلې د مشکل سره مخ کړي. ايران چې د وړاندې نه د يورينيم غني کولو کچه ډېره لوړه کړې ده، په دې خبره به ورسره د نړيوالو قوتونو خبرې نورې هم ورانې شي.

تېر کال امريکا د ايران يو نامتو جرنېل قاسم سليماني په بغداد کې په ډرون بريد کې وژلی وو چې په غبرګون کې يې ايران په عراق کې د امريکې يو شمېر عسکر د بېلسټک ميزايل په بريد کې ژوبل کړي وو،

د ايران د ناتانز جوهري مرکزکې هم يوه نامعلومه چاودنه شوې وه چې ايران د بهرنيو دښمن هېوادونو لاسوهنه بللې وه.

هم دغه ډول تېر کال په نومبر کې د ايران د جوهري پروګرام بنسټ ګر محسن فخر زاده هم په يو بريد کې وژل شوی وو چې ايران يې تور په اسرايل پورې کړی.

د امريکې تېر صدر ډونلډ ټرمپ امريکا په کال ۲۰۱۸ م کې د ايران د جوهري تړون نه بهر کړې وه او په ايران يې نور سخت بنديزونه لګولي وو چې په غبرګون کې يې ايران د خپل يورينيم غني کولو کچه لوړه کړې وه او ګواښ يې کړې وو که بنديزونه ترې اوچت نه شول نو دغه کچه به نوره هم لوړه کړي.

دنړۍ شپږو لويو هېوادونو د ايران سره په کال ۲۰۱۵ م کې جوهري تړون کړی وو چې په کال ۲۰۱۸ م کې ترې پخواني صدر ټرمپ امريکا بهر کړې وه، د دغې جوهري تړون په ځآيي ساتلو د پاره د دغې ملکونو مشران په ويانا کې د ايران سره خبرې اترې کوي.

د امريکې صدر جوباېډن انتظاميه غواړي چې امريکا يو وارې بيا د ايران سره شوی جوهري تړون کې ورګډه کړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG