لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران صدر وایي د امیني مرګ ټول ایرانیان غمجن کړي خو په ملک کې به ګډوډی نه زغمي


 د سېپټمبر په 13 نېټه د امیني د مرګ وروسته د ایران د 80 نه زیاتو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي
د سېپټمبر په 13 نېټه د امیني د مرګ وروسته د ایران د 80 نه زیاتو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي

د ایران پولیس په ولکه کې د مهسا امیني د مرګ په اړه د ایران صدر ابراهیم ريیسي ویلي د امیني مرګ ټول ایرانیان غمجن کړي دي او د په ملک کې به ګډوډي نه زغمي.

امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی.

د پولیس په ولکه کې د امیني نه مرګ په سر په ایران کې د تشدد نه ډک احتجاجونه راپارېدلي دي او سرکاري مطبوعاتو په مظاهرو کې د 40 نه زیاتو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، صدر رییسي د ایران حکومتي ټېلې وژن ته په مرکه کې وویل د امیني مرګ هر څوک غمجن کړي دي خو انتشار د قبلولو وړ نه دی. هغه وویل د ولس تحفظ د حکومت سره کرښه ده او هېڅ چا ته به اجازت ورنکړی شي چې د اړي ګړي د لارې د معاشرې امن خراب کړي.

د انساني حقونو تنظیمونو د مظاهره کونکو په ضد د ایران د ګامونونو غندنه کړې ده.

د ایران ترڅنګ په نورو ملکونو کې هم د ایران د احتجاج کوونکو په حمایت کې مظاهرې شوي دي.

د طالبانو د قدغنونو سره مخامخ د 20 نه زیاتو افغان مېرمنو هم په کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ایراني مظاهره چیانو په حمایت کې احتجاج وکړو.

صدر ریيسي د ایران د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې وېل امنیتي عسکر د خپل ژوند په قربانۍ د ملک دفاع کوي
صدر ریيسي د ایران د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې وېل امنیتي عسکر د خپل ژوند په قربانۍ د ملک دفاع کوي

د وي او ای اشا څانګې د خبریال ترمخه، په کابل کې د ایران د سفارتخانې سره نژدې احتجاج کونکي افغان مېرمنې د منتشر کولو دپاره طالب عسکرو هوايي ډزې وکړې.

روېټرز خبري اداره وايي په ایران کې په مظاهرو کې خلکو د وژنې او د امیني ځواکونو د سختو اقداماتو باوجود په سوشل ميډیا وډیوز ښښي چې احتجاجونه دوام لري او برخه وال پکې د "امر مرده باد" نعرې کوي.

روېټرز وايي د سېپټمبر په 13 نېټه د امیني د مرګ وروسته د ایران د 80 نه زیاتو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي.

صدر ريييسي وویل د امیني د مرګ په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی دی او رپورټ به يې په اینده څو ورځو کې مخې ته راشي.

رویټرز وايي د ایران تر ټولو لوی روحاني مشر ایت الله علي خامنايي تر اوسه پورې په ملک کې کېدونکو احتجاجونو په اړه څه نه دي ویلي.

صدر ریيسي د ایران د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې وېل امنیتي عسکر د خپل ژوند په قربانۍ د ملک دفاع کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG