په ایران کې د ازادو خبریالانو لخوا په ټولنیزو ويبپاڼو باندې خپرو شوو ويډیوګانو کې ښکاري چې د حکومت خلاف احتجاجونه د هېواد د یو دېرش صوبو په لږ تر لږه شپاړلس صوبو کې خواره شوی دي. څلور ورځې وړاندی دا احتجاجونه په وړه کچه کېدل.
وي او اې د ایران نه خبرونه نه شي ورکولی ځکه د ازادو سرچينو د لارې دا پخلی نه شي کولی چې د احتجاجونو علت څه دی.
د جمعې په ورځ کله چې د دې پخلی وشو چې دوویشت کلنه مهسا اميني مړه شوی ده، په تهران کې د روغتون ومخې ته خلک په احتجاج راغونډ شول. دوویشت کلنه مهسا اميني د کرد کم شمېره ټولنې سره تړاو لرلو او د ایران د کردستان صوبې د شمال غربي ښار سقيض سره تعلق لري.
د مېرمن امیني د کورنۍ غړي واېي د امنیت اخلاقي پوليسو د سپټمبر په دیارلسمه نېټه هغه تهران ته د سفر په وخت نیولی وه. دوي زیاتوي چې امیني د سم حجاب نه کولو په وجه پولیس د نیولو وروستو ځان سره په ګاډي کې بوتلی وه او په هغه وخت نیولی شوی یوه بله ښځه هم دې سره په ګاډي کې ناسته وه.
د امیني کورنۍ تور لګوي چې پوليس په ولکه کې دا په جسماني توګه ځورول شوې وه او د پوسټ مارټم د نتیجو د شریکولو نه بغېر يې په تادۍ کې د دې د جنازې انتظام کړی.
امنیتي چارواکي د امیني سره د ناوړه سلوک تورونه ردوي او واېي چې د دې مرګ د زړه د مسلې په وجه شوی دی. خو د کورنۍ غړي يې واېي دې ته د زړه مسله چېرې هم نه وه شوې.
په ایران کې د جمعې د ورځې راهسې وي او اې د فارسي څانګې د بیلا بېلو ښارونو د احتجاج ويډیوګانې راټولی کړي دي.
د احتجاج کونکو د ټولو نه زړه ور ګام د نهې یا سه شنبې په وخت رامخې ته شوی دی چېرې چې احتجاج کوونکو د اېران د ستر روهاني مشر اېات الله علي خامنايي او د هغه نه د وړاندي مشر روح الله خومېني عکسونه وشلول.
په ویډیوګانو کې ښکاري چې د قزون په ښار کې احتجاج کوونکو د پوليسو ګاډي په شا ټېله یا دیکه کړی.
د تسنيم په نامه د ايران سرکاري خبري ادارې وېلي دي چې په کردستان کې احتجاج کونکي درې کسان مړه شوي دي.
دا لا تراوسه نه ده معلومه چې د پولیس سره د تاوتریخوالي په تور کې څومره کسان نیول شوي دي او دغسې څومره ژوبل شوي دي.
تسنيم خبري ادارې وېلي چې د خامناېي نماېندګانو په کردستان کې د امیني د کورنۍ سره خواخوږي ته ورغلي وو.
د تسنيم خبري ادارې سره په مرکه کې عبدلرضا پوزهبي وېلي دي چې د کومو حقونو سرغړونه شوی ده، د هېواد ټولې ادارې به د دې ساتنه کوي.
په ناروی کې مېشت د ایران دننه د بشري حقونو د ډلې مشر اميري موغدم وي او اې ته په یو پېغام کې وېلي چې دا وخت خلک ډېر په قهر دي او دوي هېڅ ویره نه لري.
موغدم زیاته کړې چې ډېر امکان لري د ایران امنیتي ځواکونه په زور د احتجاجونو د چپولو لپاره ګامونه پورته کړي ځکه غواړي نړیواله ټولنه اېران کې د بشري حقونو لپاره رامخې ته شي.
یادونه: د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره دا رپورټ د وي او ای د فارسۍ څانګې په مرسته تیار کړی شوی دی