لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې احتجاجونه، د اسلامي انقلاب کلیزه او امریکايي بندیزونه 


تېره میاشت د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کېد 22 کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته په ایران کې شروع شوي احتجاجونه دوام لري. پولیس په امیني الزام لګولی و چې حجاب يې په مناسب ډول نه اغوستی
تېره میاشت د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کېد 22 کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته په ایران کې شروع شوي احتجاجونه دوام لري. پولیس په امیني الزام لګولی و چې حجاب يې په مناسب ډول نه اغوستی

په داسې حال کې په ایران کې د حکومت خلاف احتجاجونه دوام لري، هېواد د جمعې په ورځ په حکومتي کچه د کال 1979 اسلامي انقلاب کلیزه ولمانځله او امریکې د ایران القدس ځواکونو او د لبنان حزب الله ډلې ته د پېسو ورکولو په سر د تېلو په مبینه قاچاق کې ښکېلې کمپنۍ بندیزونه لګولي دي.

روېټرز خبري اداره وايي د اسلامي انقلاب او په سرښار تهران کې د امریکې په سفارتخانې د قبضې د کلېزې په مناسبت د حکومت په مرسته لاریونونه وېستل شوو.

د شاه ایران امریکا پلوه حکومت د نسکورېدو وروسته، روېټرز وايي سخت دریځه ایراني طالبا علمانو په تهران کې د ایران سفارتخانه ونیوله او 52 امریکایان یې تر 444 پورې یرغمل ونیول.

د ایران صدر ابراهیم ریسي د جمعې په ورځ په ټېلې وژن قام ته خپل تقریر کې وویل اسلامي انقلاب ایران ازاد کړی دی.

د ایران صدر ابراهیم ریسي
د ایران صدر ابراهیم ریسي

د روېټرز رپورټ وايي صدر ريسي د امریکې صدر جوبایډن مخاطب کړو او ويې وېل "زه بایډن ته وایم چې ایران 43 کاله مخکې ازاد کړی شو."

رپورټ وايي صدر ريسي دغه خبره د صدر بایډن په جواب کې وکړه چې ویلي يې وو چې ایران به "ازادوي" او دا چې د حکومت خلاف احتجاج کونکي په زر کامیاب شي او ځانونه به ازاد کړي.

صدر بایډن په کېلېفورنیا ریاست کې یوې انتخابې جلسې ته وویل "پرېشانه کېږئ ما، مونږ به ایران ازادوو.دوی په ځانونه زر ازاد کړي."

صدر بایډن چې کوم ځای وېنا کوله د دې بهر په لسګونو مظاهره چیانو په ایران کې د احتجاج کونکو په حق کې بېنرې پورته کړې وې.

تېره میاشت د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کېد 22 کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته په ایران کې شروع شوي احتجاجونه دوام لري. پولیس په امیني الزام لګولی و چې حجاب يې په مناسب ډول نه اغوستی.

په احتجاجونو کې د ایران د حکومت په ضد او د مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي مرده باد نعرې پورته کېږي او د مظاهرو ښځینه ګډون والې خپلو حجابون او څادرونو ته اورونه اچوي.

صدر بایډن
صدر بایډن

د ملک په کچه احتجاجونو کې روېټرز وايي د ایران د هرې طبقې خلک برخه اخلي.

اېچ ار ای اېن ای خبري ادارې د جمعې په ورځ وویل د زیارت، پنجشنبې، د ورځ پورې په احتجاجونو کې 300 کسان وژل شوي، چې 47 پکې ماشومان او 37 پکې د امنیتي ادارو غړي دي.

تنظیم وویل د 1400 نه زیات کسان نیول شوي. ایراني چارواکو ویلي تر 1000 پورې کسانو مقدمې شروع شوي دي.

د ایران حکومت ویلي د مهسا امیني د مرګ په اړه یې تحقیقات شروع کړي دي. ایراني چارواکي په امریکا او نورو مغربي ملکونو الزام پورې کوي چې ایران د بې ثباته کولو دپاره احتجاجونو ته لمن وهي.

د امریکې خزانې وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د تېلو د قاچاق په یو نړیوال جال په دې الزام بندیزونه اعلان کړل چې د لبنان حزب الله ډلې او د ایران القدس ځواکونو سره مالي مرسته کوي.

د امریکې د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، دوی د دې شبکې غړي په نخښه کړي چې د تېلو په تجارت کې اسانتیاوې برابروي او په لبنان کې د ایران د ملاتړې ډلې حزب الله او القدس ځواک ته ګټې رسوي. پر دغو دواړو ډلو امریکې بندیزونه لګولي دي.

امریکې په داسې وخت د ایران د تیلو پر قاچاق بندیزونه لګولي چې د ایران د 2015م کال د اټمي تړون د بیا فعاله کولو هڅې ځنډېدلې دي، چې له کبله یې د ایران او لویدیځ ترمنځ اړیکې په خرابېدو دي او ایراني وګړو د حکومت خلاف احتجاجونو ته دوام ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG