د ایران روحاني مشر ایت الله خامنه اي د نهې- سه شنبې په ورځ د ایران په نوي حکومت ټینګار کړی دی چې په ملک کې باید په سایبر سپېس یا انټرنیټ قابو ترلاسه کړي.
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له وړاندې پکې په دې وروستیو کلونو کې په انټرنیټ سخت بندیزونه لګول شوي دي.
ښاغلي خامنه اي د نوي صدر مسعود پزشکیان د نوې کابینې سره خپله وړومبۍ لیدنه کې ویلي چې د قانون د واکمنۍ لپاره په انټرنیټ قابو موندل ضروري دي.
هغه د ایران نوي صدر ته ویلي که تاسې د انټرنیټ د استعمال اؤ د فعالیت د ساحې په اړه کوم قانون نه لرئ نو باید یو قانون جوړ کړئ اؤ ددغه قانون په اساس انټرنیټ پخپل قابو کې راولئ.
خامنه اي په انټرنیټ د قابو موندلو دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د ایران نوي صدر پزشکیان د خپل انتخابي کمپاین په مهال په ایران کې له اوږدې مودې راهسې په انټرنیټ لګېدلو بندیزونو کې د کمي راوستو ژمنې کړې دي.
ایران کې د څو کلونو راهسې د انټر نیټ استعمال د سختې څارنې اؤ یو شمیر بندیزونو لاندې دی، پّ دغه هیواد کې د فېسبوک اؤ ایکس رسنیو په ګډون په یو شمیر ایپس بندیزونه لګول شوي دي.
په ایران کې په انټرنیت د بندیزونو دا لړۍ په کال ۲۰۱۹م کې د تېلو نرخونو کې د اضافې په ضد له شوؤ سختو احتجاجونو سره سم پېل شوې وه.
په ولسي احتجاجونو کې بیا نوره اضافه په کال ۲۰۲۲م کې د پولیسو ولکه کې د یوې ټولنیزې فعالې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته لیدل شوې وه، په دغو احتجاجونو کې په سوؤنو کسان وژل شوي اؤ په زرګونو نور نیول شوي وؤ، یو شمیر نیول شوؤ کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې هم اورول شوې وې.
په دغو مظاهرو د قابو موندلو لپاره حکومت د پیغامونو خپرولو په ویب پاڼو ،واټسف ،ټیلي ګرام، اؤ ټولنیزو رسنیو انسټاګرام،ټیک ټاک اؤ یوټیوب هم بندیزونه لګولي وؤ.
د ایران خلک په انټرنیټ د لګیدلو بندیزونو د اثراتو محدودولو لپاره دا مهال زیاتره وي پي این کاروي.
خامنه اي پخپله وینا کې د پیغام رسونې د ویب پاڼې ټيلي کرام د مشر یا باني پاول دروف په فرانسه کې د نیول کېدو حواله هم ورکړې ده چې زیږون یې په روسیه کې شوی دی .
د خامنه اي ویناه وه ، "هغه بې چاره فرانسویان نیسي اؤ زندان ته یې اچوي ، هغه ته د شلو کالو د بند ګواښ کوي ځکه چې هغه قانون مات کړی ؤ".
د پاول دروف له یادونې وروسته هغه ویلي "د انتظامیي بندوبست خلاف ورزي د منلو وړ نه ده".
( ددې رپورټ مواد د ای ایف پي څخه اخستل شوي)
Forum