لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران صدر په وړمبۍ غېر ملکي دوره عراق ته سفر وکړو

په دې تصویر کې د عراق وزیراعظم شیعه السوډاني (چپ لاس) او د ایران صدر مسعود پزشکیان لیدل کېږې چې مشترکه خبري غونډې ته وېنا کوي
په دې تصویر کې د عراق وزیراعظم شیعه السوډاني (چپ لاس) او د ایران صدر مسعود پزشکیان لیدل کېږې چې مشترکه خبري غونډې ته وېنا کوي

د ایران نوي صدر مسعود پزشکیان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د عراق دوره وکړه او ویې وېل د سفر په مهال يې عراق سره د همکارۍ ۱۴ یاداشتونه لاس لیک کړل.

د عراق وزیراعظم محمد شیعه السوډاني ترڅنګ خبري غونډې ته پزشکیان د موافقنامو په اړه وویل دا د دواړو ملکونو ترمنځ همکاري د زیاتولو شروعات دي.

عراق ته تګ د صدر د جوړېدو وروسته د پزشکیان وړمبۍ غېر ملکي دوره ده.

هغه وویل عراقي چارواکو سره يې د دواړو ملکونو په سټرېټېجېک او د اوږدې مودي په همکارۍ خبرې وکړي. "که چېرې مونږ یو ځای یوو نو اور ته به نه غورځېږوو."

پزشکیان غواړي چې په نړیواله کچه د ایران تنهایي ختمه کړي او په هېواد يې د امریکې په مشرۍ کې د لګول شویو اقتصادي پابندیو اثرات کم کړي. هغه لوظ کړی چې د ګاونډیو ملکونو سره تعلق بهتر کول يې ترجیح ده.

عراق ته د پزشکیان کې سفر نه وړاندې، د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې روس ته په یوکرېن کې د استعمال دپاره بېلېسېټېک مزایل د ورکولو په سر به امریکا په ایران نورې پابندۍ لګوي.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، وویل د بندیزونو هدف د ایران د هغه فعالیتونو مخه نیول دي چې بې ثباتي پېدا کوي. وزارت وویل په بندېزونو کې به په روس او په ایران کې مېشته افراد او کاروبارونه په هدف کولی شي چې په کې د ایران هوايي کمپني ایران اېیر هم شامله ده. امریکا وايي ایران اېیر روس ته د مزایلو په منتقلولو کې ککړه وه.

د تازه بندیزونو نه علاوه، پزشکیان په داسې حال کې هم د عراق دوره کوي چې په غزه کې د اسرایل او د حماس د جنګ له امله په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی، د ایران حمایت یافته وسله والې ډلې هم په دغه شخړه کې ککړې شوي دي او د بغداد او د واشنګټن په تعلقاتو کې پېچيدګیانې پېدا شوي دي.

د عراقي چارواکو ترمخه، د نهې، سه شنبې، په شپه د بغداد نړیوالې هوايي اډې سره نږدې چاودنه واورېدل شوه. په اډه کې د امریکې په مشرۍ کې د وسله والو ضد د نړیوالو ځواکونو مرکز هم دی.

د ایران حمایت یافته ډلې کتایب حزب الله یو ترجمان وویل د نهې، سه شنبې، په شپه د حملې مقصد دا و چې بغداد ته د پزشکیان دوره ګډوډه کړی شي.

په کال ۲۰۰۳ کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د عراق د سني امر صدام حسېن حکومت د نسکورېدو وروسته د شیعه اکثریت ملکونو ایران او عراق تعلقات ژور شوي دي.

پزشکیان تېره میاشت وویل ګاونډیو ملکونو سره تعلقات تر ډېره حده په ایران د بندیزونو اثرات کمولی شي.
ایران د کلونو د مغربي ملکونو بندیزون ځپلی دی. په کال ۲۰۱۸ کې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په یکطرفه ډول ایران سره د مغربي ملکونو اېټمي معاهده ختمه کړه.

د جولای په میاشت کې صدارت د سمبالولو وروسته پزشکیان د سټرېټيجېک چارو او نورو ملکونو سره تعلقات د ښه کولو په لړ کې محمد جواد ظریف نایب صدر وګمارلو. د ۲۰۱۵ اېټمي معاهدې په مزاکراتو کې ظریف مشر سفارتکار و.

ایران د عراق تر ټولو تجارتي همکار ملک دی په بغداد کې دروند سیاسي اثر لري. د عراق په پارلېمنټ او په موجوده حکومت کې د ایران د اتحادیانو اکثریت دی.

په مېلینونو ایرانیان هر کال د عراق په نجف او کربلا ښارونو کې د شیعه مسلک د مقدسو مقاماتو زیارت کوي. پزشکیان به هم دواړو ښارونو ته ورځي.

د ایراني ميډیا ترمخه په تېرو پينځو میاشتو کې د ایران او د عراق ترمنځ د تجارت مالیت پينځه بېلین ډالر و.
د امریکې په بندیزونو کې د استثنا ترمخه، یران هره ورځ د عراق بجلي ګرو ته د مېلینونو مکعب مېټرو ګېس برامد کوي. د ایران په ګېس چلېدونکي بجلي ګرې د عراق د بجلۍ ۳۰ فیصد ضرورت پوره کوي او عراق ایران نه د ګېس په درامد کولو په کړ کې د ګاونډې ملک د بېلینونو ډالرو قرضدار دی.

د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې دواړو ملکونو ۳۲ کېلومېټره رېل پټلۍ په جوړولو کار شروع کړو. د رېل دا کرښه به د عراق جنوبي ښار بصره د ایران سرحدي ښار شلمچه او دا ډول د ایران د رېل د نظام سره ونښلوي.
داعش خلاف د نړیوال عسکري اتحاد په لړ کې واشنګټن دا مهال په عراق کې تر ۲۵۰۰ پورې او په شام کې ۹۰۰ ځواکونه لري.

د عراق د دفاع وزیر ثابت العباسي د اتوار، یکشنبې، په ورځ الحدث ټېلې وېژن ته وویل د کال ۲۰۲۵ پورې به د عراق د زیاترو برخو او د کال ۲۰۲۶ پورې به د کردستان نه ستانه شي. د څو میاشتو د خبرو اترو باوجود واشنګټن او بغداد د امریکايي د انخلا په تاریخ نه دي متفق شوي.

د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا ترمخه، د عراق د دورې په مهال به پزشکیان د کردستان مرکزي ښار اربیل ته هم ورځي چې مقامي چارواکو سره خبرې اترو وکړي.

د ایراني کرد باغي ډلو په مرکزونو د ایران د فضايي حملو ایران تېر کال د مارچ په میاشت کې بغداد د وفاقي حکومت سره د سېکیورټي معاهده لاس لیک کړه. د معاهدې وروسته دواړه ملکون متفق شوي چې د ایران مخالفې کرد ډلې به غېر مسلح او د سرحدي سیمو نه به لرې کړی شي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG