د ایران ستر مشر د خالي یا شنبې په ورځ اسرایلو او امریکا ته ګواښ وکړ چې په ایران او د هغه په متحدینو د بریدونو په اړه به «له سخت ځواب» سره مخامخ شي.
ایت الله علي خامنه يي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د اکتوبر په ۲۶مه په اسلامي جمهوریت ایران برید شوی و او پوځي اډې او نور ځایونه په نښه کړل شوي وو چې پکې لږ تر لږه پنځه کسان ووژلی شوي وو، د دغه برید نه وروسته د ایران ګواښونه زیات شوي دي.
په امریکا کې د نهې یا سه شنبې په ورځ صدارتي ټاکنې کیدونکي دي، د دواړو خواوو نه هر ډول نور بریدونه، کولی شي چې منځي ختیځ ته نور زیان ورسوي. چې یو اړخ ته د غزې په تړانګه کې د اسرایل او حماس جګړې او پر لبنان د اسراییل ځمکني یرغل سره د دغې شخړی د خوریدو ویره هم سیوا شوي ده.
د ایران د حکومتي رسنیو له خوا په خپره شوې ویډیو کې خامنه یي وویل: دښمنان که صهیوني رجیم وي او یا امریکا، څوک چې د ایران او د ایران ملت او د مقاومت جبهې سره څه کوي ورته به خامخا سخت ځواب ورکوي.
که څه هم د ایران ستر مشر د ګواښ شوي برید وخت او نه هم د اندازې په اړه وضاحت ورکړی. د امریکا پوځ په ټول مینځني ختیځ کې کار کوي ، ځینې عسکر یي اوس په اسرایلو کې د ټرمینل هاي ایلټیټیوډ ایریا ډیفنس یا THAAD بیټرۍ ساتنه کوي.
۸۵ کلن خامنه یي په مخکنیو څرګندونو کې ډیر احتیاط نه کار اخیستی و او ویلي یې وو چې چارواکي به د ایران ځواب ته توجه وکړي او د اسرایلو برید "باید مبالغه او کمه ونه ګڼل شي."
خامنه يي د خالي یا شنبې په ورځ د زدکونکو د ورځې د لمانځلو په مناسبت د پوهنتون له زده کونکو سره وکتل، چې د ۱۹۷۸ کال د نومبر د څلورمې د پیښې یادونه کوي، چې ایراني پوځیانو د تهران په پوهنتون کې د شاه د واکمنۍ په ضد مظاهره کوونکو باندې ډزې کړې وی.
دې ډزو کې څو تنه زده کوونکي ووژل او ټپیان شوي ول، او په ایران کې هغه وخت تاوتریخوالی نور هم زیات شو چې بالاخره د شاه له هیواده نه ووتلو او د 1979 اسلامي انقلاب رامینځته شو.
خلکو خامنه يي ته په زړه پورې ښه راغلاست ووایه او داسې یې ویل: "زموږ په رګونو کې وینه زموږ مشر ته ډالۍ ده" ځینو په 2020 کې د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله لخوا په یوه وینا کې د لاس اشاره هم وکړه چې په هغه کې یې ګواښ کړی و چې امریکايي سرتیري به "په تابوت کې ستانه شي."
ایران د فارس کلینډر سره سم به د اتوار یا یکشنبې په ورځ د امریکا د سفارت یرغمل کړکیچ 45مه کلیزه ولمانځي. د ۱۹۷۹ کال د نومبر په څلورمه د اسلامپالو زده کونکو له خوا پر سفارت برید د ۴۴۴ ورځو کړکېچ لامل شو، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د لسیزو اوږده دښمني چې نن هم دوام لري، نوره هم پیاوړې کړه
Forum