د ایران نګران خارجه وزیر علي باقري ویلي ایران او امریکې د عمان په کوربتوب د یو بل سره خبرې کړې دي.
د بېروت د دورې په مهال د ګل، دوشبنې، په یوه خبري غونډه کې باقري امریکې سره د خبرو په اړه د پوښتنې په جواب کې وویل "مونږ همېشه مذاکرات جاري ساتلي دي...دا هېڅ کله نه دي ودرېدلي."
په کال ۱۹۷۹ کې په ایران کې د اسلامي انقلاب نه وروست د امریکې او د ایران سفارتي تعلقات ختم شوي دي.
د برطانيې فاینېنشل ټایمز اخبار د مارچ په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل د سږ کال په شروع کې باقري په عمان کې امريکې سره په غېر مستقیم ډول خبرو کې شامل و، په داسې حال کې چې د اسرایل او حماس د جنګ په سبب په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی و.
امریکا د اسرایل کلک ملاتړی هېواد دی او په لویه پېمانه د اسرایل سره پوځي مرسته هم کوي. ایران د فلسطيني مسلح ډلې حماس حمایت کوي.
تېره میاشت د هېلې کاپټر غورځېدو په پېښه کې د هغه پېش رو حسین عبداللهیان د مرګ نه وروسته باقري د ایران نګران خارجه وزیر ګمارل شوی دی.
د موقتي خارجه وزیر جوړېدو په پس باقري په وړمبۍ غېر ملکي دوره د ګل، دوشنبې، په ورځ لبنان ته ورسېدو. د هېلي کاپټر په پېښه کې د ایران صدر ابراهیم رييسي هم مړ شوی دی.
باقري وویل د هغه د وړمبۍ خارجي دورې منزل لبنان ځکه دی چې د هغه په قول دا د اسرایل خلاف د مزاحمت زانګو ده.
ایران د لبنان حزب الله ډلې سره مالي او پوځي مرسته کوي. حزب الله شیعه ډله ده، د حماس حمایت کوي او د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو نه پس د حزب الله وسله والو او د اسرایلي ځواکونو د ډزو تبادلې هم شوي دي.
باقري د ایران د اېټمي پروګرام په اړه خبرو کې مشر مرکچي دی او ویې وېل مغربي قوتونو سره د ایران د اېټمي پروګرام په اړه مذاکرات هم دوام لري.
مغربي ملکونه تشویش لري چې ایران د اېټمي وسلو جوړولو په تکل کې دی خو تهران دا خبره ردوي، وايي اېټمي پروګرام يې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.
د برطانيې، فرانس او جرمني سفارتکارانو ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي غواړي چې په ویانا کې د غونډې په موقع د ملګرو ملتونو د اېټمي توانای ادارې انټرنېشنل اټامېک اېنرجي اېنجنسي سره د تعاون په نه کولو په ایران تنقید وکړي.
خو د مارچ په میاشت کې په یوه غونډه کې مغربي ملکونو دغه اراده ترک کړه ځکه د دوی په قول واشنګټن ورسره تعاون نه کولو.
باقري به د نهې، سه شنبې، په ورځ د لبنان نه شام ته سفر کوي.
Forum