لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران وايي د فرانسوي جاسوۍ په سازش کې يې نور کسان نیولي دي


په ايران کې د مهسا اميني د مرګ وروستو د مظاهرو يوه پراخه لړۍ دوام لري
په ايران کې د مهسا اميني د مرګ وروستو د مظاهرو يوه پراخه لړۍ دوام لري

ايراني چارواکو ويلي د فرانسوي سازش نور ملاتړ يې نيولي دي او د عدالت وياند وايي نيول شوي تنان د سازش کولو او د سازشيانو په ملګرتيا تورن دي چې مقصد يې قامي امنيت ته زيان اړول وو.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه فرانس د ايران په زورګيرۍ بد ويلي او د خپلو دوو ملکي وګړو په ايران کې د نيولو غندنه يې کړې ده چې په يو ويډيو کې دواړه دا اعتراف کوي د ايران خلاف يې سازش کولو. فرانس د ايران نه د دغې جوړې د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د عدليې وياند مسعود ستايشي يو خبري کانفرنس ته وينا کړې خو دا يې نه دي ويلي چې څومره نور خلک نيول شوی او نه يې د هغوی د شهريت په اړه کوم تفصيل ورکړی.

هغه وويل “په دې مقدمه کې نور تنان نيول شوي او د معلوماتو لړۍ نزدې ده چې پوره شي. تفصيل به يې شريک کړو خو يو ځل چې دا تحقيقات سر ته ورسي”.

د ايران د استخباراتو وزارت د می په مياشت کې ويلي وو دوه يورپي وګړي يې په ايران کې د بد امنۍ د خورولو په تور نيولي. په ايران کې د مهسا اميني د مرګ وروستو د مظاهرو يوه پراخه لړۍ دوام لري.

د ايران سرکاري ميډيا اکثر په سياسي مقدمو کې د نيول شوو خلکو جوړ کړل شوي اعترافونه خوروي.

تېره مياشت چې کومه ويډيو خوره شوې وه په هغې کې نيول شوې سيسلي کوهلر اعتراف کړی چې ايران ته ځکه راغلي وو چې د انقلاب د پاره کار وکړي او د ايران د اسلامي حکومت تخته واړوي.

يادې ويډيو په فرانس کې غصه راپارولې او وزارت خارجه يې ويلي ايران څلور تنه بنديان کړي او دا په سرکاري کچه يرغمل شوي خلک دي. وزارت ويلي په زور اخستل شوي اعترافونه زورګيري ده او هيڅ بنياد يې نه دی ښودلی چې ولې دا يو اړخيزه نيول شوي دي.

ايران د اميني د مرګ وروستو د احتجاجونه د خپلو مخالفينو امريکا او اسرايل سازش بللی او د انساني حقونو تنظیمونه وايي ایراني چارواکو د مظاهره کونکو سره زورګيري او بد سلوک کړی دی.

دایران حکومت وايي د امیني د مرګ په اړه یې د تحقیقات امر کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG