لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: امریکې سره د تېلو په شخړه کې ایران د یونان دوه سمندري جهازونه نيولي دي


د یونان د ساحل سره نژدې د ایران پېګېس نومې ټېنکر چې امریکې نیولی او تېل یې ترې اخیستې دي. تصویر رویټرز خبري ادارې خپور کړی دی
د یونان د ساحل سره نژدې د ایران پېګېس نومې ټېنکر چې امریکې نیولی او تېل یې ترې اخیستې دي. تصویر رویټرز خبري ادارې خپور کړی دی

ایراني ځواکونو د جمعې په ورځ په خلیج کې د یونان د تېلو دوه سمندري ټېنکرې ونیولې.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ایراني ځواکونه دغه ګام پس له دې واخیستلو چې د یونان ساحل سره نژدې امریکې د یو ټېنکر ایراني تېل ونیول.

د تېلو د نیول کېدو په سر ایران یونان ته د جوابي اقدام په اړه خبرداری ورکړی و.
د ایران حکومتي خبري ادارې ارنا ترمخه د پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو څانګې په یو بیان د یونان ټېنکرې يې په خلیج کې د "خلاف ورزیو" په سر ونیولې.

رویټرز خبري اداره وايي دا نه دي وېل شوي چې یوناني ټېنکرو څه مبینه خلاف ورزۍ کړي دي.

د یونان خارجه وزارت وویل د ایران د سمندري پوځ یو هېلې کاپټر "ډېلټا پوسېډن" نومې ټېنکر ته ورکوز شو او د سمندري جهاز عمله یې یرغمل کړه چې دوه کسان پکې د یونان شهریان وو. یونان وویل سمندري ټېنکر په نړیوالو اوبه کې او د ایران د سمندري حدودو نه 25 مېله لېرې و.

د یونان خارجه وزارت وویل هم دغه شان پېښه د ایران سرحد سره نژدې پل ټېنکر سره هم وشوه خو وزات د دغه ټېنکر نوم نه دی څرګند کړی.

یونان وویل د ټېنکرو په ضد د ایران اقدامات د نړیوال قانون خلاف ورزي ده، یونان خپل اتحادیان خبر کړي او په یونان کې ایراني سفیر ته احتجاج هم شوی دی.

په ایران د یورپي ملکونو اتحاد یورپین یونین د پابندیو له امله یوناني چارواکو تېره میاشت د ایران پېګېس نومې ټېنکر او د عملې 19 غړي چې روسي شهریان وو، ونیول.

د ایراني ټېنکر د نیول کېدو وروسته په ټېنکر کې موجود تېل په واخیستل او رویټرز خبري اداره وايي امریکا اراده لري چې دغه تېل په بل جهاز کې امریکې ته منتقل کړي.

رویټرز وايي ایراني ټېنکر خوشی کړی شوی دی خو نیول کېدلو یې په یو داسې حساس وخت کې تاوتریخوالی زیات کړی چې د امریکې په شمول مغربي قوتونه د ایران اېټمي معاهده د بیا راژوندۍ کولو کوښښونه کوي.

د ایران نور نیوز نومې خبري ادارې چې د ایران یوې امنیتي ادارې سره تړون لري د جمعې په ورځ ویلي وو چې د ایراني ټېنکر د نیول کېدو په بدل کې انتقامي ګام پورته کوي خو دا یې نه وو ویلي چې دغه انتقامي ګام به څه وي.

رویټرز وايي پېګېس په هغو پېنځو سمندري جهازونو کې شامل و چې امریکې پې په اوکراین د روس د یرغل نه دوه ورځې وړاندې بندیزونه لګولي وو خو دا نه ده معلومه چې د پېګېس تېل ولې ونیول شول؟ ایا چې دا په ایران د بندیزون له امله وو او که په دې سبب چې سمندري جهاز د روس پرامسویازبېنک سره تړون لرلو.

په بهرین کې مېشته د امریکې د پوځ د پنېځمې بېړې نماینده وویل چې د یونان د ټېنکرو نیول کېدو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي او په دې اړه کتنه کولی شي.

هم د جمعې په ورځ په تهران کې د سوېټرزلېڼد استازی د د پېګېس نومې ټېنکر د نیول کېدو په سر احتجاج دپاره خارجه دفتر ته وغوښتل شو. سوېټزرلېڼد په تهران کې د امریکې مفاداتو نمایندګي کوي.

د ایران حکومتي مطبوعاتو د خارجه وزارت له قوله وویل چې ایران د ټېنکر په نیول کېدو ژور تشویش څرګند کړو او دا یې نړیوالو قوانینو او د عالمي سمندري معاهدو خلاف ورزي وبلله.

د امریکې د انصاف وزارت د ایراني تېلو د نیول کېدو په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

د ایران د حکومت خبري ادارې ایرنا د هېواد د بندرونو او سمندري چارو محکمې له قوله ویلي پېګېس د تکنیکي مسلې او د خراب موسم په سبب د یونان په ساحل پناه غوښتې وه. ادارې د ایران ټېنکر نیول کېدل سمندري غلا وبلله.

امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په د روس په ملاتړ چلېدوونکي هغه شبکه بندیزونه پورې کړل چې د امریکې په قول پاسداران انقلاب ځواکونو القدس څانګې دپاره د تېلو سمګلنګ کوي او غېرقانوني پېسې قانوني کوي.

په 2019 کې ایران د هرمز په سمندري تنګي د برطانيي ټېنکر نیولی و. د دې نه دوه هفتې مخکې برطانيي جبل الطارق کې ایراني ټېنکر په دې الزام نیولی و چې د یورپي یونین د بندیزونو په خلاف ورزۍ کې یې شام ته تېل وړل. دواړو ملکون بیا د یو بل جهازونه خوشي کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG