لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مظاهرې جوړونکې 'ډلې' دنیولو ورستو ایران په برتانیه سخت تنقید کړی دی


ایران دګل- دوشنبې په ورځ په برتانیه د "ناسمه رول" سخت تنقید کړیدی.

یوه ورځ وړاندې اسلامي جمهوریت اعلان کړی ؤ چې د برتانیې سره تړلې "ډله" نیول شوې چې د دریو میاشتو راهسې د مهسا امیني د مړینې په سر راپورته شوي مظاهرو کې یې لاس درلود.

په ایران کې د سپتمبر په 16مه د 22 کلنې ایرانۍ کرد مهساامیني له وژل کېدو وړاندې په تهران کې د ښځو لپاره د دغه هېواد د سخت لباس له قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوې وه، له مهسا له وژنې ورستو په ایران کې لاریونونه پیل شوي دي.

تهران په عمومي ډول لاریونونه "بلوه" بولي او د برتانیه په ګډون خپل بهرني دښمنان په ناکراریو تورنوي.

سرکاري خبري اژانس ایرنا وايي چې د هیواد په سویل کې د اسلامي انقلابي ګارډ د دوه ګونی شهریت لرونکو په ګډون اوه کسان نیولي چې "د برتانیه د نه ورته په ایران کې د اړي ګړي لارښوونه کیدله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کناني د ګل- دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د دوی د نیول کیدو په اړه وپوښتل:

"ځینې هیوادونو په ځانګړې توګه [برتانیه] د ایران په وروستیو پرمختګونو کې غیر رغنده رول درلود."

کناني د بهرنیو هیوادونو په اړه وویل:

"د دوی رول د افراطیت او فساد په هڅولو کې خورا پاروونکي وو."

دا ډله، چې IRNA د "منظم شوي شبکې" په توګه تشریح کړې، "د تخریبي دسیسو مشري کوله.

ایران وايي:

په کرمان ولایت کې نیول شوي اوه کسان "په پلان جوړولو، رهبري کولو او همدارنګه په وروستیو قهرجنو مظاهرو کې ښکیل وو."

په بیان مې وویل شوي:

په دوی کې ځینې یې "دوه ګونی تابعیت (شهریت)لرونکي دي چې هڅه یې کوله له هیواد څخه وتښتي."

د ایران عدالتي ادارې تېره میاشت ویلي وو، چې په ناکراریو کې د دوه ګونی شهریت لرونکیو په ګډون 40 بهرنیان نیول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند کناني د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې:

"د وروستیو لاریونونو کې، د اروپايي هیوادونو یو شمیر وکړي په مختلفو درجو کې په فساد کې د ښکیلتیا سره نیول شوي دي."

هغه زیاته کړه:

"قونسلګرۍ او سیاسي معلومات خپلو اړوندو هېوادونو ته ورکړل شوي دي."

هغه وویل:

"د یو شمیر هیوادونو د وګړو رول په ځانګړې توګه د اروپا او لویدیځې اروپا هیوادونو ... روښانه او ثابت دی."

د سپتمبر په میاشت کې د مظاهرو له پیلیدو مخکې یو شمیر لویدیځوال چې غبرګوني شهریت لرونکي هم په کې وو په ایران کې نیول شوي وو.

لوېدیځو حکومتونو په تهران تور پورې کړی چې د:

"یرغمل کولو" تګلاره یې خپله کړې چې مقصد یې د امتیازاتو ترلاسه کول یا په بهر کې د بندیانو ایرانیانو خوشې کول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG