لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي یورېنیم د ۲۰ فیصد پورې د صفا کوولو کار یې شروع کړی


صدر ټرمپ د کال ۲۰۱۸ هغه حکمنامه څرګندوي چې ترمخه یې امریکا د ایران اېټمي معاهدې نه ووتله
صدر ټرمپ د کال ۲۰۱۸ هغه حکمنامه څرګندوي چې ترمخه یې امریکا د ایران اېټمي معاهدې نه ووتله

ایران ویلي یورېنیم د ۲۰ فیصد پورې د صفا کوولو عمل یې شروع کړی دی چې د کال ۲۰۱۵ د اېټمي معاهدې په ضد د هېواد ورستی ګام بلل کېږي.

د ایران د اېټمي پروګرام په سر د ایران او د امریکې په شمول د یو شمېر مغربي ملکونو د معاهدې دلاندې ایران د یورېنیم د صفا کوولو کار محدود کړی شوی و او په ایران نړیوالې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوي وې.

حکومتي مطبوعاتو د حکومت ترجمان علي ربايي له قوله وویل چې د یورېنیم د تیارولو کار د فردو په اېټمي مرکز کې د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوی دی.

د دې نه وړاندې ایران د څلور اشاریه پنځه فیصد کچې پورې یورېنیم صفا کوول.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د یورېنیم د لوړې کچې پورې صفايي څرګندوي چې ایران د اېټمي وسلې په جوړولو هم کار شروع کړي چې د یورېنیم د ۹۰ فیصد صفايي یا غني کېدو ته اړتیا لري.

ایران وايي اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقصد دپاره دی او د اېټمي وسلې د تیارولو اراده نه لري.

دا خبره یقیني کوولو دپاره چې ایران اېټمي وسله جوړه نکړي د شپږو نړیوالو قوتونو ایران سره معاهده وکړه چې پکې د نورو بندیزونو ترڅنګ ایران ته یورېنیم د درې اشاریه اووه شپېته فیصد پورې د صفا کوولو حد مقرر کړی شو.

د معاهدې په بدل کې په ایران نړیوالې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوې خو په کال ۲۰۱۸ کې صدر ډانلډ ټرمپ امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووېستله. صدر ټرمپ وايي دغه معاهده ناقصه ده او د اېټمي وسلې په تکل کې د ایران مخه نه نېسي.

د وي او ای رپورټ وايي د ایران د ورستي ګام هدف په ایټمي معاهده کې شامل په یورپي ملکونو فشار زیاتول دي چې په ایران د اقتصادي پابندیو د نرمولو خپل لوظونه پوره کړي.

اېټمي معاهدې نه د وتلو وروسته امریکې په ایران اقتصادي پابندۍ بیا لکولي چې له امله یې د هېواد د تېلو صنعت به منفي ډول متاثر شوی دی.

ایران د خپل اېټمي پروګرام په اړه دغه ګام په داسې حال کې اخیستی چې د صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت مېعاد په ختمېدو دی او نو منتخب صدر جوبایډن د صدارت چوکۍ سنبالونکی دی. د وي او ای رپورټ وايي جوبایډن ویلي هغه به غواړي امریکا بیا په اېټمي معاهده کې شامله کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG