لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیج کې بهرنیو ځواکونو ته د ایران د صدر حسن روحانی تازه خبرداری


د ایران صدر حسن روحاني د اتوار په ورځ ویلي په خلیج فارس کې د خارجي ځواکونو موجودګي به په سیمه کې امنیت د خطرو سره مخ کړي.

په حکومتي ټیلي ویژن باندې نېغ په نېغه وینا کې د ایران صدر حسن روحاني ویلي په منځني ختیز کې خارجې ځواکونه ددوي د خلکو او د ټولې سیمې لپاره مسلې پیدا کولی شي.

ایراني مشر وویل هغه به په ملګرو ملتونو کې د سیمې امن لپاره د همکارۍ یو پلان وړاندې کوي.

د خالي په ورځ د امریکې د نمایندګانو ایوان سپیکرې نینسي پلوسي د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا سعودي عرب او متحده عرب امارات ته زیاتي امریکاي پوځونو او هوایي دفاعي سامانونو لیږلو په پلان نیوکې کړي او په یو بیان کې یې ویلي دا د صدر ټرمپ انتظامیې وروستی یو بل کوشش دی چې په کانګریس کې د دواړه سیاسي ګوندونو سره د صلاح مشورې کولو بغیر منځني ختیز ته پوځیان ولیږي.

نوموړې ویلي د صدر ټرمپ دغه ګام د منلو وړ نه دی او دا چې دا د خطرې نښې دي.

پیلوسي ویلی د نمایندګانو ایوان او سینټ څو میاشتې وړاندې، سعودي عرب او متحده عرب امارات ته د وسلو خرڅ ودرولو او په یمن کې د سعودي عرب د لاس وهنې غندنې په سر د دواړه سیاسي ګوندونو په مرسته یو قانون منظور کړی وو.

نوموړي ویلي یمن کې د بې ګناه خلکو خلاف د سعودي عرب پرله پسې تشدد ، د سعودي خبریال جمال خاشقجې په وژنه او په خپل ملک کې د بشري حقونو په غټه کچه خلاف ورزیو باندې صدر ټرمپ سترګې پټې کړي چرته چې د نینسي پلوسي په وینا اخلاقي او د بشري حقونو بحران راپېښ دی.

اخوا د امریکې په سفر د آسټریلیا وزیراعظم سکاټ موریسن ویلي ملک به یې د امریکې سره یو ځای د ایران سره په پوځي نښته کې برخه نه اخلي. موریسن ویلي خلیج کې د آسټریلیا ژمنې د هرموز په سمندري پټۍ کې د آزاد تګ راتګ یقیني کولو پورې محدود دي.

په پنټاګان کې د جمعې په شپه د امریکې دفاع وزیر مارک ایسپر او د امریکې شریک ځواکونو چیرمین جوزف ډنفرډ، سعودي عرب او متحده عرب امارات ته د پوځیانو او دفاعي سامانونو لیګلو په اړه د صدر ټرمپ د فیصلې اعلان کړی وو.

مارک ایسپر ویلي د امریکاي ځواکونو نوعیت به دفاعي وي او زیاته کړې تېره هفته د سعودي عرب د تیلو په مرکزونو باندې د حملو وروستو د سعودي عرب او متحده عرب امارات په درخواست باندې امریکې دغه هیوادونو ته د پوځیانو او دفاعي سامان لیګلو فیصله کړې. امریکاي چارواکو ویلي ایران د دغه حملې لپاره ذمه وار دی خو ایران دغه تورونه ردوي.

د ستمبر په ۱۴ نېټه باندې شوو حملو په سیمه کې د تیلو په تنصیباتو باندې د ډرون او کروز میزایل حملو خطره په ډاګه کړې.

د امریکې د شریک ځواکونو چیرمین جنرل جوزف ډنفرډ د جمعې په ورځ ویلي د امریکاي ځواکونو پرځای کولو په سر به راتلونکې هفته بحث کوي.

ډنفرډ ویلي دوي د خاص امریکاي پوځیانو د دستو په اړه تراوسه فیصله نه ده کړې خو زیاته کړې سیمې ته تلونکې پوځي دستې او دفاعي سامان به د سعودي عرب او متحده عرب امارات دفاعي میزایل مضبوطولو کې مرسته وکړي.

سعودي عرب اومتحده عرب امارات ته د امریکاي پوځیانو د لیګلو اعلان، څو ګهنټې وروستو د ایران انقلابي دستو مشر جنرل حسین سلامي خبرداری ورکړی وو چې پوځ یې د څه قسم حالاتو لپاره تیار دی او ویلي وو ځواکونه به یې هر هغه څوک په نښه کوي چې ددوي د سرحدونو دننه ورغلل. خو ډانلډ ټرمپ ویلی هغه په ایران باندې د حملې کولو لپاره د پوځي ځواب څه پلان نه لري او ویلي هغه په دغه مسله کې د صبر نه کار اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG