لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د ایران د اېټمي توانايي مرکز په ناڅاپه ډول تړل شوی دی


اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ویلي توانیر نومې د بجلۍ حکومتي کمپنۍ یو چارواکي غلام علي رخشاني مهر د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو پروګرام کې وویل د بوشهر د اېټمي مرکز د تړل کېدو عمل د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوی و او درې څلور ورځې نور دوام لرلی شي
اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ویلي توانیر نومې د بجلۍ حکومتي کمپنۍ یو چارواکي غلام علي رخشاني مهر د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو پروګرام کې وویل د بوشهر د اېټمي مرکز د تړل کېدو عمل د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوی و او درې څلور ورځې نور دوام لرلی شي

د ایران په ساحلي ښار بوشهر کې د هېواد یوازنۍ اېټمي توانايي مرکز په ناڅاپې ډول تړل شوی دی.

د وي او ای د اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي د اېټمي مرکز په بیړني ډول د بندېدو خبر د ایران حکومتي ټېلې وژن ورکړی. دغه مرکز په کال ۲۰۱۱ کې د روس په مرسته پرانېستل شوی و.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ویلي توانیر نومې د بجلۍ حکومتي کمپنۍ یو چارواکي غلام علي رخشاني مهر د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو پروګرام کې وویل د بوشهر د اېټمي مرکز د تړل کېدو عمل د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوی و او درې څلور ورځې نور دوام لرلی شي.

ښاغلي مهر د اېټمي مرکز د بندېدو سبب څرګند نکړو خو ویې وېل په نتیجه کې د بجلۍ رسد معطل کېدلی شي.

د دې نه وړاندې توانیر په یو بیان کې ویلي وو چې د بوشهر د اېټمي مرکز د بحالۍ کار دوام لري او د جمعې د ورځ پورې به سر ته ورسول شي.

د رپورټ ترمخه د ایټمي چارو یو ایراني چارواکي د مارچ په میاشت کې ویلي وو چې اېټمي مرکز پرېښودلی شي ځکه چې په ایران د امریکې د کال ۲۰۱۸ پابندیو له امله د اېټمي مرکز دپاره د روس نه سامان نشي اخیستل کېدی.

د ای پي د رپورټ ترمخه د بوشهر اېټمي مرکز دپاره یورېنیم د روس نه اخیستل کېږي او د دې عمل نګراني د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايی اداره ايي ای ايي ای کوي.

ای پي وویل د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره د بوشهر د اېټمي مرکز د بندیدو نه خبر وه خو په دې اړه یې څه وېلو نه ډډه وکړه.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې په ایران اقتصادي بندیزونه بیا په ځای کړل او ملک یې د ایران اېټمي معاهدې نه ووېستلو. د هغه دریځ و چې معاهده د وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیسي خو ایران وايي اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.

ډانلډ ټرمپ چانشین او د امریکې موجوده صدر جوبایډن حکومت ایران سره د اېټمي معاهدې د بحالۍ دپاره په غېر مستقیم ډول خبرې شروع کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG