لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بغداد کې زرگونو خلکو د احتجاج په مهال عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د عراقي پارلېمنټ غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي که چېرې عراق د امریکايي ځواکونو د انخل خبره وکړه نو په هېواد به اقتصادي پابندۍ ولگوي
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د عراقي پارلېمنټ غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي که چېرې عراق د امریکايي ځواکونو د انخل خبره وکړه نو په هېواد به اقتصادي پابندۍ ولگوي

د عراق سر ښار بغداد کې د جمعې په ورځ د زرگونو په شمېره کې خلکو د امریکايي ځواکونو خلاف مظاهره وکړه او ویې غوښتل چې امریکايي عسکر دې د هیواد څخه ووځي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه په بغداد کې د مظاهرې غږ شیعه عالم مقتده الصدر کړی و خو د "مېلین مېن مارچ" کې د لسو لکو نه په کمه شمېره کې کسانو گډون وکړو.

په بغداد کې د امریکايي عسکرو په ضد مظآهره په داسې حال کې وشوه چې دا میاشت د امریکې په ډرون حمله کې بغداد سره نژدې د ایران القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني او یو لوړ رتبه عراقي پوځي افسر ووژل شو.

د جنرل سلېماني د وژل کېدو وروسته په عراق کې د امریکې خلاف جذبات راپارېدلي دي او د عراق پارلېمنټ په یو قرارداد کې غوښتنه کړې ده چې امریکايي ځواکونه دې د عراق نه د ووځي.

د جمعې په ورځ د امریکايي ځواکونو خلاف د احتجاج دپاره خلک د سحر وختي نه د بغداد په مرکز کې جمع شوي وو او په لاوډسپېکرو "نا امریکا نا" نعرې وهلی. یو ماشوم یوه قطبه پورته کړې وه په دغه قطبه لیکل شوي وو "امریکا مرده باد، اسرائیل مرده باد."

د چارواکو او مامورینو په وینا د مظاهرې مقصد دا و چې مقتده الصدر د جنرل سلېماني د وژل کېدو وروسته د امریکې خلاف راپارېدلو جذباتو نه سیاسي گټه پورته کړي او وښايي چې په داسې حال کې چې د عراق د نوي وزیراعظم په انتخاب خبرې اترې روانې دي، د عراق ولس د هغه حمایت کوي.

د عراق تر ټولو لوې شیعه مشر ایت الله علي سیستاني د جمعې په خپله خطبه کې وویل سیاسي گوندونو ته پکار دي چې د یو بل سره همکاري وکړي او د وزیراعظم د انتخاب په موضوع مجمود دې ختم کړي.

د الصدر گوند د یو مېلین مېن مارچ غږ کړی و چې عراق څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا غوښته وکړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د عراقي پارلېمنټ غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي که چېرې عراق د امریکايي ځواکونو د انخل خبره وکړه نو په هېواد به اقتصادي پابندۍ ولگوي.

په موجوده وخت کې ٥٢٠٠ امریکايي عسکر په عراق کې میشته دي چې زیاتره د داعش وسله والې ډلې خلاف جگړه کې د عراقي ځواکونو ملاتړ کوي او عراقي عسکرو ته د تربيي دنده ترسره کوي.

او د امریکايي پوځي مامورینو ترمخه، د ایران د ممکنه خطر په ترڅ کې امریکې په منځني ختیځ کې ٢٠٠٠٠ اضافه عسکر پرځای کړي دي.

د مقتده الصدر د جمعې په ورځ په یو بیان کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ دپاره د شرطونو یو فهرست جاري کړو چې پکې وېل شوي چې امریکې سره د امنیت موجوده تړونونوه منسوخ کړی شي، امریکايي پوځي اډې دې بندې کړی شي، د امریکنۍ سکېورټي کمپنیو کارونه ته ختم کړی شي او امریکې ته دې د عراق فضايي حدودونو ته رسايي ورنکړی شي.

په بیان کې وویل شو چې که چېرې دغه شراطونه ومنل شو نو د امریکايي ځواکونو خلاف مزاحمت ودرول شي.

په ایران کې د سپریم نېشنل سکېورټي کاونسل جنرل سېکرېټري علي شامخاني وویل په بغداد کې د جمعې په ورځ شوي مظاره ښايي چې عراقیانو د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره ورځو شمارل شروع کړل.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG