لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بان کې مون عراق کې د مکالمې غوښتنه کړې


د عراق سني اقلیت وايي شیعه اکثریتي حکومت دوي پشا کړې دي او ددوي مسلې يي نظر انداز کړې دي، چې په نتیجه کې يي ترهگرۍ کې اضافه شوي ده او د وسله والو موجود پاسون رامېنځته شوی دی
د عراق سني اقلیت وايي شیعه اکثریتي حکومت دوي پشا کړې دي او ددوي مسلې يي نظر انداز کړې دي، چې په نتیجه کې يي ترهگرۍ کې اضافه شوي ده او د وسله والو موجود پاسون رامېنځته شوی دی
د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون عراق کې د کړکیچ ختمولو دپاره د عراق په وزیراعظم نوري المالکي غږ کړی چې د مخالفینو سره دې خبرې اترې وکړي او خپل حکومت کې دې نور ډلو ته هم ځائې ورکړي.
بان کې مون غږ په داسې وخت پورته کړی چې عراق کې سني وسله والو گڼ شمیر ښارونه په ولکه کې اخیستې او د سرښار بغداد د نیولو دړکه يي کړې.
بان کې مون د نهې په ورځ جنیو کې خبریالانو سره خبرې په داسې مهال کړې چې عراق کې ناقراري سیوا شوي او د القاعدې سره تړلې وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لیوېنټ د هیواد په شمال کې په گڼو سېمو قبضه کړې او بغداد په لورې يي د پرمختگ دړکه کړې ده.
بغداد کې د خپلې سفارتخانې د تحفظ دپاره امریکې د ٢٧٥ امنېتي چارواکو د پرځائې کولو فیصله کړې ده خو صدر براک اوباما عراق ته د جنگې دستو لیږلو نه ډډه کړې ده.
براک اوباما د عراقې حکومت د مرستې په لړ کې په نورو لارو چارو غور کوي چې پکې د وسله والو خلاف د ډرون ممکنه استعمال هم شامل دی.
بلخوا د سټیټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت ویلي ویانه کې د ایران ایټمي پروگرام په هکله د یوې غونډې په غاړه ایراني او امریکائي سفارتکارانو د عراق په صورتحال لیده کاته کړې دي. خو پکې د پوځي همکارۍ په موضوع خبرې نه دي شوي.
عراق کې د موجوده صورتحال په هکله د سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې جن ساکي وویل د عراق کړکیچ یواځې پوځي مسله نه ده بلکه دا سیاسي اړخ هم لري. هغې وویل د عراق د حکومت مشرانو ته نه ده پکار چې په فرقه ایز بنیاد حکومت وچلوي بلکه پکار ده چې د شیعه، سني او د کردانو جائزو شکایتونو ته غوږ کښېږدي.
د عراق سني اقلیت وايي شیعه اکثریتي حکومت دوي پشا کړې دي او ددوي مسلې يي نظر انداز کړې دي، چې په نتیجه کې يي ترهگرۍ کې اضافه شوي ده او د وسله والو موجود پاسون رامېنځته شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG