لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عراق کې د موټر بم چاؤدنو په پیښو کې ۴٨ کسان وژل شوي


عراق کې د تشدد ورستۍ لړۍ هیواد کې د فرقه ایز تشدد په حکله اندیښنې هم راپورته کړې دي چې کال ٢٠٠٣ کې د امریکې پوځي کاروائي په مهال سیوا شوی وو
عراق کې د گل په ورځ گڼ شمیر موټر بم چاؤدنو کې ۴٨ کسان وژل شوي او ٢٠٠ نور زخمیان شوي دي.
زیاتره بم چاؤدنې د سرښار بغداد شیعه اکثریتي برخو کې شوي دي. یو بم چاؤدنه په جنوبي بصره ښار کې شوي ده.
په سمدستي توگه د حملو ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.
عراق کې د القاعده سره تړلې ډلې اکثر د هیواد شیعه حکومت کمزوری کولو د پاره د موټر بمونو نه کار اخلي.
سنیانو د حکومت خلاف مظاهرې هم کړې دي او په حکومت الزام لگوي چې ددوي د ضرورتونو خیال نه ساتي او په سیاسي توگه سنیان ډډې ته کوي.
عراق کې تشدد په ورستیو میاشتو کې سیوا شوی دی چې پکې په سلگونو خلک وژل شوي دي. ځېنې رپورټونه وايي یواځې د جولائي په میاشت کې ٨٠٠ کسان وژل شوي دي.
عراق کې د تشدد ورستۍ لړۍ هیواد کې د فرقه ایز تشدد په حکله اندیښنې هم راپورته کړې دي چې کال ٢٠٠٣ کې د امریکې پوځي کاروائي په مهال سیوا شوی وو.
XS
SM
MD
LG