پاکستان او چین د اقتصادي همارۍ منصوبې چې چاینا پاکستان اکنامک کورېډور یا چې سي پېک نومېږي د شروع کېدو لس کلیزه دستورې ولمانځلې.
ماهرین وايي که سي پېک د بنیادي اسانتیاو اډاڼې ته په ترقي ورکولو کې د پاکستان مرسته کړې ده خو پاکستان د بيجینګ نه په ګرانو شرطونو د اخیستل شویو قرضونو په استعمال کې د بد انتظامۍ نه کار اخیستی چې له امله یې سي پيک د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې څه ډیر کردار نه دی ادا کړی.
سي پېک د بيجینګ د بېلټ اېنډ روډ اېنېشيېټیو یا بي ار ايي نومې منصوبې تر ټولو لویه برخه ګڼل کېږي. د بي ار ايي د منصوبې دلاندې چین په مختلفو ملکونو کې په مواصلاتي او اقتصادي برخو کې سرمایه کاري کوي.
د چینايي او پاکستاني حکومتونو ترمخه سي پېک منصوبه په کال ۲۰۱۳ کې شروع کړی شوې وه. په شروع کې په منصوبه د سرمایه کارۍ اندازه د ۴۵ بېلین ډالرو لګول شوې وه. د وخت تېرېدو سره د سرمایه کارۍ مالیت ۶۲ بېلین ډالرو ته ورسېدو چې په کې ۲۵ بېلین ډالر په پاکستان کې لګول شوې وې.
په اسلام اباد کې د پاکستان چاینا انسټېټیوټ مشر مصطفا حېدر سید وي او ای ته وویل چې د سي پېک منصوبه په داسې وخت شروع شوې وه چې ترهګري په پاکستان کې په زور کې وه او د دې باوجود چې پاکستان د سرمایه کارۍ دپاره بهرین ځای نه لیدل کېدو خو چین په پاکستان اعتماد وکړو او سرمایه کاري يې وکړه.
د پاکستان د حکومت د معلوماتو ترمخه، سي پېک په پاکستان کې تر اوسه پورې ۲۰۰۰۰۰ روزګارونه پېدا کړي دي، د ۱۴۰۰ نه زیاتې های وېز یا لوی لارې جوړې کړي او ۸۰۰۰ مېګا واټ بجلي پېدا کوی.
د چارواکو په وېنا د ګوادر د ژورو اوبو بندر چې د سي پېک منصوبې مرکزي برخه ده، په تېرو اتلو میاشتو کې یې دلارې ۶۰۰۰۰۰ ټنه سامان ترلاسه کړی دی.
د سي پېک لس کاله د پوره کېدو په مناسبت دا هفته په اسلام اباد کې یوې دستورې ته وېنا کې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف سي پېک د تبدیلۍ منصوبه وبلله او ویې وېل دا د ژمنې، د تصور او د ملګرتیه نتیجه ده.
د چین نایب پريمېیر لي لیفېنګ چې د پاکستان په سفر و او د پاکستان اعلا ترین غیر پوځي اعزاز هم ورته ورکړی شو، وویل سي پېک د اعتماد او دوه اړخیزه پرمختګ مثال دی.
د پاکستان د بهرنۍ قرضو په درېو کې یوه برخه د چین ده.
څېړنې ښښي چې د چین سرمایه کاري زیاتره په زاردارۍ کې پټه او ګرانه وي. په ۲۰۲۱ کې په امریکا کې مېشته اېډ ډېټا نومې ادارې وموندل چې د کال ۲۰۰۰ نه تر د کال ۲۰۱۷ پورې د پاکستان په ترقیاتي منصوبو کې د چین سرمایه کاري د قرضونو په شکل کې وه چې د سود شرح د تجارتي قرضو برابر یا ور نژدې وه.
په پاکستان کې مېشته اقتصاد پوهه عمار حبیب خان چې د واشنګټن اېټلانټېک کاونسل نومې څېړنې ادارې سره هم کار کوي، وي او ای ته وویل د دې مالي بار دلاسه د سي پېک منصوبې د پاکستان اقتصاد ته ترقي ور نه کړی شوه.
هغه وویل د سي پېک قرضونه په ډالرو کې اخیستل شوي چې د سود شرح یې د بازار د نرخ نه هم زیاته ده او اوس پاکستان د چین د قرضونو ادایګي کوی او د قرض د سنګینې مسلې سره مخامخ دی.
په کال ۲۰۱۸ کې د پخواني وزیراعظم عمران خان شکایت و چې د سي پېک شرایط نامناسب دي او حکومت یې د سي پېک منصوبو نظر ثاني شروع کړې وه.
اقتصاد پوهه عمار خان وايي پاکستان یقیناً د قرض په مسله کې مبتلا دی خو دا د چین نه بلکې دا د اسلام اباد د وسایلو په استعمال کې د بد انتظامۍ نتیجه ده.
هغه وویل د بجلۍ پېداوار زیات کړی شوی و خو د وېش مناسب نظام د نشتوالي له امله زیاتره بجلي ضایع شي. هغه زیاته کړه چې د بجلۍ د ضایع کېدو په سبب پاکستان ته هر کال د مېلینونو ډالرو نقصان کېږي او د بجلي ګرو جوړولو دپاره سي پېک منصوبې دلاندې د اخیستل شویو قرضونو امبار زیاتېږي.
اسلام اباد او بيجېنګ د امریکې دا خبره ردوي چې د چین ترقیاتي سرمایه کاري د قرضونو جال دی.
په اسلام اباد کې د پاکستان چاینا انسټېټیوټ مشر مصطفا حېدر سید وايي پاکستان د سي پېک په منصوبو د اواز پورته کولو حق لري چې په جواینټ کوارډینېشن کمیټۍ یا د رابطې په مشترکه کمېټۍ کې یې کولی شي. په کمېټۍ کې چینايي او پاکستاني مامورین شامل دي.
مصطفا حېدر سید دا تاثر ردوي چې چین لکه د ښکاري ځناور کوربه ملک قرضونو دلارې کمزوری کوي او دا ډول سیاسي اثراو روسوخ ترلاسه کوي.
په تایوان کې مېشته د غلطو معلوماتو په ضد کارکونکي ادارې ډبل تېنکس چاینا ند د ورلډ نېټ ورک تېر کال په یو رپورټ کې پاکستان د چین د اثر د لاندې ملکونو د فهرست په سر کې شمېرلی و.
د اېډ ډېتا ادارې د رپورټ ترمخه د مغربي ملکونو برعکس چین نورو ملکونو ته قرضې څه ډیر په سخاوت نه ورکوي.
اقتصاد پوهه عمار خان وویل د مغربي ملکونو د قرضونو د نشت والي له امله پاکستان سره د چین نه بغیر بله څه لاره نه وه.
هغه وویل پاکستان به غوره کول چې یا خو بجلي ګر جوړ کړي او دې په ملک کې ۱۲ او ۱۵ ګنټې لوډشېډنګ وی. هغه زیاته کړه سي پېک پاکستان ته د اقتصادي ترقۍ دپاره د بنیادي سهولتونو اډاڼه ورکړه خو مغربي ملکونو په تېرو څو کلونو کې پاکستان سره دا ډول مرسته نه ده کړې.
د اېډ ډېټا ترمخه د بي ار ايي منصوبې دلاندې چین په پاکستان کې د امریکې نه اته چنده زیاته سرمایه کاري کوي. امریکا لکه د تعلیم، حکومت دارۍ او د قانون د نافذ کولو صلاحیت د زیاتولو په شان منصوبو کې سرمایه کاري کوي خو چین د بنیادي سهولتونو په درنو منصوبو پېسې لګوي.
د توانای په برخه کې چین د نورو اېشیايي ملکونو نه زیاته سرمایه کاري په پاکستان کې کوي او د مواصلاتو په نظام کې د چین د سرمایه کارۍ دنیا د ټولو نه زیاته برخه په د پاکستان کې ده.
چین پاکستان ته قرض ورکونکی ټر ټولو لوی ملک دی. په تېرو څو میاشتو کې پاکستان د دیوالیه کېدو نه بچ کولو دپاره چین د پاکستان د اته بېلین ډالرو مالیت قرضونو د بېرته ادایګۍ نوي نېټې ټاکلي دي.
ماهرین وايي که پاکستان غواړي چې د سي پېک د قرضونو بار کم کړي نو د دې منصوبې دلاندې ترلاسه شوي د توانای او د بنیادي سهولتونو استعمال په موثره توګه وکړي، د ملک دننه صنعتي پېداوار زیات کړي او په برامداتو کې اضافه وکړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې ساره زمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum