لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: داعش په افغان مېرمنو داسې ظلمونه کړي چې هغوي یې حال نشي بیانولی


د مخالفینو سرونه وهل او یا یې په زوره په چاؤدیدونکو موادو کښېنول ځان ته دولت اسلامي ویونکي د دی ‌ډلي پیژندګلو جوړه شوي ده
د مخالفینو سرونه وهل او یا یې په زوره په چاؤدیدونکو موادو کښېنول ځان ته دولت اسلامي ویونکي د دی ‌ډلي پیژندګلو جوړه شوي ده

ظریفه د دریو بچو مور ده. هغه ورځ ورته یاده د چی د داعش یو مقامي مشر يي کور ته ورغلو او ورته يي وویل چي خاوند يي ورسره د پېسو لوظ کړی و.

ظریفه وايي د داعش مشر ته وویل چی ورسره پېسی وشي نو بیا دي راشي. خو هغه وه نه منل. هغه غوښتل چې د هغه په ملګرو کي د یو سره واده وکړي او خپل خاوند پریږدي.

ظریفه د رؤیټرز خبري اداری ته وویل دهغي په انکار "د داعش خلکو مې بچي بلي کوټي ته بوتلل ټوپک يي پي کښېودو اؤ ماته يي وویل چي که ورسره لاړه نشم نو وه به مې وژني. بیا مې په ژوند کي تیارې خورې شوې."

د افغانستان تاریخ د خونړي جنګونو نه ډک دی خو روېټرز وايي د داعش د زور زیاتي قیصي لړزؤنکي دي. د مخالفینو سرونه وهل او یا یې په زوره په چاؤدیدونکو موادو کښېنول ځان ته دولت اسلامي ویونکي د دی ‌ډلي پیژندګلو جوړه شوي ده.

په زوره جینکۍ ځان ته ودول یا د ښځو او جينکو سره جنسي زیاتی په شام او عراق کي د داعش یو طریقه پاتي شوي خو په افغانستان کي ددی رپورټونه ډیر کم دي.

ددی یوسبب دغه قسمه پیښو سره تړلی شرم دی چي ښځي پي چپه خوله پاتي شي.

داعش په افغانستان کي په لاول ځل ۲۰۱۴ کي په مشرقي ولایت ننګرهار اؤ جنوب کي په زابل کي ښکاره شو.

د ظريفه ولایت جوزجان کي هم د دغه ډلي موجودګي رو په رو زیاتیږي. د ترکمانستان سره لګیدلي د جوزجان پولي دلاري داعش بهرني جنګیالي هم ځان ته راکاږي اؤ مقامي بیروزګاره ځوانان هم ملګري کوي. په افغانستان کي داعش د طالبانو او د امریکې په ملاتړ افغان ځواکونو سره جنگیږي.

د داعش د زور زیاتي په وجه ظریفه مجبوره شوي چي خپله علاقه اؤ کور پریږدي. ظریفه د درزاب نه شبرغان ته تللي. هغه وايي د خپل خاوند اؤ خپلوانو سره سترګي نه شي یو ځاي کولی ځکه يي ځان ورک کړی دی.

سمیره هم د درزاب نه راتښتیدلي، وس په شبرغان کي ژوند کوي. دهغي قیصه هم زړه دددونکي ده. سميره وايي د ۱۴ کالو خور يي د داعش وسله والو د کور نه خپل کمانډر له بوتللې وه. د سمیره په وينا ۱۰ میاشتي يي خور د داعش وسله والو هر قسمه جنسي تیری په ځان تیر کړو. یو ورځ هغه هلته نه واتښتیده اؤ وس د هغی سره په شبرغان کي اوسیږي.

سمیره وايي د شرم نه چا ته په هغې د تېر شوي حال ذکر نشي کولی.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG