د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې د داعش وسلوالو ١٢ کلن هلک په دې تور وژلی دی چې هغه پولیس سره مرسته کوله. دا خبره افغان مامورینو وي او ای ته کړې ده.
مامورین وايي دغه هلک په جوزجان ولایت کې د په یو پوسټ پرځای شوي ځايي پولیس ته اوبه او خوراک ورسولی و.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وي او ای ته وویل وژل شوي هلک د خپل یو اوښي مدد کولو چې د ولایت په کوتا اوستي کې د ځايي پولیس غړی دی. "دا وړمبی ځل نه دی چې داعش په ملکي خلکو ظلم کړی دی. ددې نه وړاندې یې ښځې هم قتل کړې دي."
په افغانستان کې داعش په وړمبي ځل په ختیځ ننگرهار ولایت کې راڅرگند شوی و خو ددې ورسته یې شمالي ولایتونو ته ځان غځولی دی چې پکې جوزجان هم شامل دی.
د جوزجان ولایتي شورا مشر بابر ایسچي وي او ای ته وویل داعش ښځې او سړي خپلو صفونو ته جلب کوي او د ولایت په قوش او درزاب ولسوالیو کې ښځو او سړو ته د جگړې تربیه ورکوي.
افغان او امریکايي ځواکونو په ننگرهار او جوزجان کې د داعش خلاف عملیات ترسره کړې دي. په جوزجان کې د اپریل په میاشت کې د داعش ٢٠ وسلوال وژل شوي دي چې پکې د ډلې یو کمانډر قاري حمکمت الله هم شامل دی.
د افغانستان باختر خبري ادارې ویلی د گل، دوشنبې، په ورځ دداعش خلاف عملیاتو کې د د ډلې ١٩ وسلوال په ننگرهار کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د خالي، شنبې، په ورځ په یو بیان کې ویلي په شمالي افغانستان کې داعش د ماتي سره نژدې شوی دی.
د امریکې پوځ په یو بیان کې ویلي د سږ کال د پیل کیدو راهېسې د داعش ٩٠ وسلوال وژل شوي دي چې زیاتره پکې د جوزجان په درازب ولسوالۍ کې وو.