داعش وسله والې ډلې د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې په طالب ځواکونو د حملې ذمه واري ومنله.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، داعش په ټېلېګرام وېپ پاڼه خپل پېغام کې وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ډلې په حمله کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د کال ۲۰۲۳ په لومړۍ ورځ، د جنورۍ په لومړۍ نېټه، کابل کې دغه چاودنه پوځي ائیرپورټ ته نږدې یو چېک پوسټې سره وشوه او طالب چارواکو وویل په دې پېښه تلفات شوي دي خو شمېره یې نه ده ښودلي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د روېټرز د رپورټ ترمخه، د طالبانو د دفاع وزارت ترجمان د داعش دا دعوه رد کړه چې په چاودنه کې ۲۰ کسان وژل شوي دي. ترجمان وویل طالب به د تلفاتو په اړه رسمي بیان جاري کوي.
د کابل پوځي ائیرپورټ د سېویلين ائیرپورټ نه يو څو سوه مټره فاصله لري او د داخله وزارت ودانۍ ته نږدې پروت دی. د اکتوبر په میاشت کې داخله وزارت سره هم یوه ځانمرګې چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه څلور کسان پکې وژل شوي دي.
که څه هم د طالبانو امنیتي ځواکونو د اتوار، يکشنبې، په ورځ د چاودنې په ځای کې تصویر اېستل او ویډیو جوړول منعه کول، خو د لېرې نه داسې ښکارېده چې چېک پوسټ ته نقصان رسېدلی دی.
دا چاودنه په هغه سړک شوې ده چې کابل ائیرپورټ ته ځي او هغه علاقه کې همیش سخت امنیتي ګامونه اخيستل شوي وي، ځکه اکثره حکومتي ادارې او سفارتخانې او نور مهم ځایونو ته همدا سړک تللی دی.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده. د داعش ډلې په بریدونو کې د طالبانو د ګشت ګاډي، امیني پوسټونه او د افغانستان شیعه مذهبه وګړي په نخښه شوي دي. طالب چارواکو وخت په وخت د داعش خلاف د عملیاتو خبرونه ورکړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او د ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي