لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېف پي: داعش د کندوز په جومات کې د جمعې په لمانځه ځانمرګي حمله ومنله


ای اېف پي وايي داعش د طالبانو مخالفه ډله ده او د سنیانو د اکثریت ملک افغانستان کې یې په شیعه مسلمانو د یو شمېر حملو ‌ ذمه واري منلې ده
ای اېف پي وايي داعش د طالبانو مخالفه ډله ده او د سنیانو د اکثریت ملک افغانستان کې یې په شیعه مسلمانو د یو شمېر حملو ‌ ذمه واري منلې ده

د افغانستان په کندوز ولایت کې د شیعه مسلمانانو په جومات کې د جمعې په لمانځه ځانمرګي حمله ای اېف پي خبري اداره وايي داعش وسله والې ډلې ومنله او په برید کې د وژل شویو کسانو تعداد 55 ته رسېدلی دی

د ای اېف پي د ورستي رپورټ نه وړاندې په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې چارواکي مطیع الله روحاني ویلي وو چې په جومات دځانمرګی برید په نتیجه کې 46 کسان پکې وژل شوي او 143 نور ټپیان شوي دي. وژل شوي او ټپیان اکثر عام خلک او شیعه مسلمانان دي

ځایي امنیتي چارواکي وایي د چاودنې په مهال شاوخوا درې سوه کسان په جومات کې پر لمانځه ولاړ وو.

ای اېف پي وايي داعش په ټېليګرام چېنلونو د کندوز په جومات د حملې ذمه واري ومنله او جومات په هدف کوونکي د ځانمرګي حمله کوونکي شناخت یې د محمد الاویغوري په نامه د وسلوال وکړو.

ای اېف پي وايي داعش د طالبانو مخالفه ډله ده او د سنیانو د اکثریت ملک افغانستان کې یې په شیعه مسلمانو د یو شمېر حملو ‌ ذمه واري منلې ده.

د کندوز د امنیت مشر مولوي دوست محمد وویل حمله د شیعه او سني مسلک منونکو ترمنځ د تاوتریخوالي راپارولو په غرض شوي ده خو هغه وویل د دواړو ترمنځ څه مسله نشته. د ای اېف پي ترمخه مولوي دوست محمد شیعه ټولنې ته ډاډ ورکړو چې په اینده کې داسې څه نه کیږي او طالبان به دوی د تحفظ دپاره ګامونه پورته کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم په یو ټویټ کې ویلي، "په جومات کې دننه په ځانمرګي برید کې تر 100 زیات کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي".

عیني شاهدان وایي دغه چاودنه د کندوز د والي دفتر ته نیژدې د سيد اباد په نوم کوڅه کې شوې ده چې وایي ګڼ‌ شمېر کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي‌ خو تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېر معلوم نه دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي "نن ماسپښین د کندوز مرکز اړوند خان اباد بندر سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو په یوه مسجد کې چاودنه وشوه، چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول".

ذبیح الله مجاهد وایي‌ د پیښې ځای ته د دوی ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي او د پیښې څېړنې یې پیل کړې دي. وال سټریټ جرنل د یو عیني شاهد له خولې- چې دې جومات ته نیژدې اوسېږي- لیکلي:

"دلته خو پوره تباهي شوې ده، جومات ته د نیژدې کورونو ټولې کړکۍ ماتې شوې دي چې زه یې ښیښې په کوڅه کې وینم".

فرانس پریس خبري ایجنسۍ د پېښې د ځای یوه وېډیو خپره کړې چې پکې یو تن خبرې کوي او وایي د سیمې خلک د پېښې ځای ته را غونډ شوي او پخپله په چاودنې کې وژل شوي او ټپیان نیژدې روغتون ته رسوي.

د پېښې ځينو شاهدانو بيا ويلي، چې دا برید يوه ځانمرګي بريدګر کړې ده، خو طالبانو لا دا خبره نه ده تایید کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG