لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : قامي اسمبلۍ 20م ائيني ترميم پاس کړى


د دغه ترميمي بل مقصد هاغو 28ؤ قانون جوړونکو ته تحفظ ورکول دي چې د18م ائيني ترميم څخه وروسته په ضمني انتخاباتو کې غوره کړل شوي وؤ
د دغه ترميمي بل مقصد هاغو 28ؤ قانون جوړونکو ته تحفظ ورکول دي چې د18م ائيني ترميم څخه وروسته په ضمني انتخاباتو کې غوره کړل شوي وؤ

د پاکستان دپارليمنټ ښکتني ايوان يا قامي اسمبلۍ د نهې په ورځ درايې په اتفاق سره 20م ائيني ترميم پاس کړى دى.
دغه بل دقانون وزير مولا بخش چانډيو وړاندې کړى.
ددغه ترميمي بل مقصد هاغو 28ؤ قانون جوړونکو ته تحفظ ورکول دي چې د18م ائيني ترميم څخه وروستو په ضمني انتخاباتو کې غوره کړل شوي وؤ.
په موجوده وخت کې دقومي اسمبلۍ ، سينيټ او صوبائي اسمبلو د28ؤ غړو غړيتوب معطل کړل شوى.
سپريم کورټ ددغو قانون جوړونکو په قانوني حيثيت باندې ځکه پوښتنه راپورته کړې وه چې هغوي په ضمني انتخاباتو کې په داسې وخت کې منتخب کړل شوي وؤ چې اليکشن کميشن اف پاکستان( اي سي پي) داتلسم ترميم سره سم دغړو دنۀ تعيناتۍ په وجه نامکمل ؤ.
دغونډې په مهال وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل د20م ائيني ترميم په ذريعه به يو بې پلوه نظام جوړولى شي چې دکوم سياسي ګوند استازيتوب به نۀ کوي او په هيواد کې به ازادانه او روڼ انده انتخابات باوري کوي.
وزيراعظم وويل جاګيرداره طبقه په هيواد کې سياسي ثبات نۀ غواړي او دهغوي يې په کوټلې طريقې سره دمخې کولو ژمنه وکړه، دپيټروليم نرخونه به کمولى شي.
يوسف رضا ګيلاني وويل وفاقي کابينې دحزب اختلاف سره داوږدو صلاح مشورو وروستو ددغه بل منظوري ورکړې.
په عين حال کې په قمي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر چوهدري نثارعلي خان دحزب اختلاف سره دصلاح مشورې کولو پرته دبل په پيش کولو اعتراض کړى.
هغه وويل چې په ائين کې ترميم کول يوه قومي معامله ده خو ځينې غيرجمهوري قوتونه او سياسي ګوندونه په دې سره دپي پي پي او پي ايم ايل اين ترمينځ دخلا جوړولو هڅه کوي.
هغه وويل دټولو شکونو لرې کولو لپاره ټول تفصيلات په ډاګه کول پکار دي.
له دې وړاندې په اسلام اباد کې ديوې غونډې په مهال دپاکستان وفاقي کابينې دنهې په ورځ د20م بدلون دمسودې منظوري ورکړې وه.
دحکومت او حزب اختلاف درايې داتفاق څخه وروستو د 20م ائيني بدلون مسوده په متفقه توگه تيره اوونۍ تياره کړل شوې وه، دغور وروستو يې وفاقي کابينې نن منظوري هم ورکړې وه نن ماښام په قومي اسمبلۍ کې دمنظورۍ لپاره وړاندې کړى شو چې درايې په اتفاق سره يې منظور ورکړل شوه.
دناکمل انتخاباتو دکميشن لاندې ضمني انتخاباتو ته دقانوني تحفظ ورکولو ائين کي 20م ترميم متعارف کړل شوى ؤ، کله چې ددې دمتفقه منظورۍ لپاره حکومت حزب اختلاف سره مذاکرات وکړل نو په دې کې دنورو بدلونونو غوښتنې هم دحکومت په وړاندې کيښودې شوې، په تجويز کړل شوي ائيني ترميم کې فيصله شوې چې د لنډ مهاله حکومت جوړيدو لپاره به وزيراعظم او په اقومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر نوم تجويز کوي او دواکمن او حزب اختلاف گوند درې،درې مشران به ددغو نومونو جاج اخستو وروستو درايې اتفاق پيدا کوي، که چرې اتفاق رايې پيدا نۀ کړى شوه نو يو نوم به يوې بلې شپږ کسيزې کميتۍ ته ليږلى شي، ددې ترڅنگ داليکشن کميشن دغړو دملازمت موده تر پينځوؤ کلونو پورې او دهغوي څخه دلوړې اخستو په معامله هم اتفاق شوى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG