په اسلام اباد کښې د صحافیانو مرکزي تنظیم له اړخه د واکمن پاکستان تحریک انصاف حکومت لخوا د مېډیا د څار نوې ادارې (میډیا ډیولوپمنټ اتهارټي) پرضد د پارلیمان مخې ته احتجاج پېل کړی. د خبریالانو په دغه احتجاج کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو ځینو غړو هم ګډون کړی او د عمران خان حکومت دغه نوې قانون یې تور قانون بللی. حکومت مخالفه ګوندونه تور لګوي چې دعمران خان حکومت په مېډیا مکمل کنټرول او ازاد غږونه غلي کول غواړي. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودهري د دغه نوي قانون/ ادارې په اړه ویلي، حکومت غواړی چې ټولې مطبوعاتي برخې د یوې ادارې لاندې راولي او د اتهارټۍ د جوړیدو د لارې د مطبوعاتو ازادي، بې پلوي او صحافتي قدرونه باوري کول غواړي. په اسلام اباد کې د خبریالانو د مظاهرې نور حال وقار احمد په دې ویډیو کې وړاندې کوي.
اسلام اباد کې خبریالانو د تحریک انصاف حکومت نوې ادارې پرضد احتجاج پېل کړی
اسلام اباد کې خبریالانو د تحریک انصاف حکومت نوې ادارې پرضد احتجاج پېل کړی