لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​پي اېس اېل: اسلام اباد يونايټډ د کوټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړې د ټورنامنټ نه یې بهر کړې


داسلام اباد یوناېټېډ خلاف مېچ کې د لاهور قلندرز راشدخان د اوټ لپاره اپیل کوي. اسلام اباد یونایټېډ کوټه کلېديېټرز ته ماتې ورکړه او د ټورنامنټ نه يې بهر کړو
داسلام اباد یوناېټېډ خلاف مېچ کې د لاهور قلندرز راشدخان د اوټ لپاره اپیل کوي. اسلام اباد یونایټېډ کوټه کلېديېټرز ته ماتې ورکړه او د ټورنامنټ نه يې بهر کړو

پاکستان کې د پي اېس اېل پاکستان سپر ليګ نهم په روانو مقابلو کې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې کوټه ګلېډي اېټرز ته په ‏‎39‎‏ رنزونو ماتې ورکړې او د ‏کوټې لوبډله یې د ټورنامنټ څخه بهر کړې ده.‏

د شپږو لوبډلو په پي اېس اېل کې د ملتان سلطان لوبډله د وړاندې نه پايلوبې يا فاينل ته رسېدلې ده، نن به د اسلام اباد لوبډله پېښور زلمي ته مخامخ ‏کيږي، کومه لوبډله چې نننۍ سيالي وګټي، پايلوبې ته به ورسي او په فاينل کې به د ملتان سلطان لوبډلې ته مخامخ کيږي.‏

د اسلام اباد يونايټډ او کوټه ګلېډي اېټرز د تېرې شپې لوبه کې د اسلام اباد لوبډلې لمړی بېټګ کړی او په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې یې په نهه لوبغاړو اوټ ‏کېدو ‏‎174 ‎رنزونه جوړ کړي وو.‏

د اسلام اباد لوبډلې دوه لوبغاړي په يو، يو رنز او دوه بیا په صفر، صفر اوټ شوي وو.‏

په ځواب کې د کوټه ګلېډي اېټرز ټوله لوبډله په ‏‎19‎م اوور کې په ‏‎135‎‏ رنزونو اوټ شوې او مقابله یې بايللې ده.‏

د کوټې په لوبډله کې عمېر يوسف زيات 50 رنزونه جوړ کړي خو دوه لوبغاړی یې په صفر، دوه په يو، يو رنز، درې په پينځه پينځه او يو په شپږو رنزونو ‏اوټ شوی وو.‏

له دې وړاندې په کواليفاير سيالۍ کې ملتان سلطان د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده.‏

تېره شپه په لمړي ايليمينېټر کې اسلام اباد يونايټډ د کوټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړې او نن به په دويم ايليمينېټر کې د اسلام اباد او پېښور لوبډلې ‏مخامخ کيږي.‏

د نننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به په ‏‎18‎م مارچ پايلوبه کې د ملتان سلطان سره مخامخ کيږي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG