لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په ماسکو کې د برید پلانونه جوړول: امریکايي چارواکي


APTOPIX Russia Shooting
APTOPIX Russia Shooting

د داعش وسله والې ډلې لخوا په ماسکو کې د خونړي برید پړه منلو وروسته د امریکا د قامي سلامتیا ادارې ویاند اېډرین واټسن په یو بیان کې ویلي، امریکا د روانې میاشتې په شورو کې په ماسکو کې د ترهګر برید په اړه استخباراتي معلومات راغونډ کړي وو.

نوموړي زیاته کړې د امریکا حکومت ٬٬ دغه معلومات د روسي چارواکو سره شریک کړي هم وو.٬٬ ښاغلي واټسن دغه خبره د جمې په شپه ناوخته په یو خپور کړي بیان کې کړې.

د امریکا سفارت هم روانه میاشت دا خبرداری خپور کړی وو چې ٬٬ ترهګر٬٬ په ماسکو کې د برید پلانونه جوړوي. د ماسکو د امنیتي ادارو لخوا په یو سیناګاګ (یهودانو عبادتځاې) د داعش وسله والو د برید شنډولو د ادعا وروسته ګڼو نورو غربي سفارتخانو هم په ماسکو کې د برید خبرداری ورکړی وو.

د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار بیا د جمعې په ورځ د امریکا استخباراتي معلوماتو په اساس رپورټ ورکړی وو چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډله د دغه بریدونو پلانونه جوړوي. امریکايي چارواکو نیویارک ټاېمز اخبار ته ویلي چې د داعش غړي د ډیر وخت راهسې په روس کې فعاله دي.

د امریکايي چارواکو لخوا دغه دعوې په داسې حال شوي چې داعش وسله والې ډلې په ماسکو کې د موسیقۍ په یوه دستوره (کنسرټ) د برید ذمه واري منلې.

داعش په ټولنيزو رسنیو د بريد زمه واري منلې ده. د اعماق نومې خبري ادارې په وېب پاڼه ورکړل شوي خبر کې ویل شوي، د روس پلازمينې په څنډه کې ‏یې د کراسنوګورسک په ښار کې د عيسايانو په يوه غونډه یې برید کړی په لسګونو کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.‏

په ماسکو کې په دغه کنسرټ شوي برید کې د وژل شوو کسانو شمېره د 60 نه اوختې او د ‏‎100‎‏ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي هم دي. د روس مرکزي امنيتي او ترهګرۍ د مخنيوي ادارې ويلي، بريد د کروکس په هال کې شوی کوم چې د موسيقۍ لوی ځای دی. ‏امنیتي ادارو زیاته کړې چې د برید وروسته په دغه هال کې اوور لګیدلی.

د بريد کوونکو په اړه سمدستي نه ده معلومه شوې چې څه پرې شوي يا چرته تللي دي. خو د روس ځينې خبري ادارو ويلي، بريد کوونکي د ځانګړو پوليسو ‏دغه موقعې ته د رسېدو نه مخکې تښتېدلي دي.‏

د ماسکو مېر سرګۍ سوبيانين بريد ته لويه الميه ويلي او د روس چارواکي د دغه پېښې د ترهګرۍ د پېښې په څېر پلټنې کوي. ويل شوي د بريد سره د کنسرټ د هال چت غورځېدلی او اور پرې لګېدلی دی. ‏ياده پېښه په روس کې په کلونو کې غټه وژونکې پېښه شوې په داسې وخت کې د روس په اوکراين جګړه درېم کال ته داخليږي.‏

د روس د مطبوعاتو ترمخه بريد کوونکو چاوېدونکي مواد غورځولي او د کنسرټ په هال کې اورلګېدلی دی، چرته چې ‏‎6000‎‏ تنه ځای کېدی شي. په خبرو ‏شوو ويډيوز کې ليدل کيږي چې په ودانۍ اور لګېدلی لوګي يې اسمان پله پورته کېدل.‏

بريد د روس د مشهور راک بېنډ په غونه کې شوی چرته چې ګڼ خلک راټول شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG