لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په پاکستان که افغانستان کې دی؟


په تېرو دوو ورځو کې یوځل بیا د داعش د ځالو پرسر کابل او اسلام اباد د یوه او بل پرضد بیانونه ورکړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي په واشنګټن ډي سي کې له امریکا غږ سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې داعش هم د طالبانو په څېر د پاکستان تولید دی او د داعش ډیري وسلوال هم د پاکستان نه افغانستان ته ورځي.

د پاکستان حکومت که څه هم د ښاغلي بهرامي څرګندونو ته نېغ په نېغه ځواب نه دی ویلي خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل ویلي، تحریک طالبان پاکستان، داعش او جماعت الحرار ډلې په پاکستان کې د خپلو ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.

افغان حکومت په وار وار ویلي دي چې هېچاته به دا اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم ګاونډي هېواد پرضد ویجاړونکي کارونه وشي.

د پاکستان او افغانستان د حالاتو څارونکي کیدای شي پدې ښه خبر وي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې چیرته دي خو د کابل او اسلام اباد لخوا د یو او بل پرضد د داسې څرګندونو له امله د سیمې ولس ګنګس شویدی.

کارپوهان وايي، پاکستان که څه هم پدې وروستیو کې د نړیوالو لخوا له فشار څخه د ځان ویستلو لپاره دغه ډول څرګندونې او ادعاوې کوي خو دا ورسره نه یواځې افغان حکومت بلکه امریکا او نړیواله ټولنه هم نه مني.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پدې وروستیو کې ګواښ کړی وه چې پاکستان دې په خپله خاوره د افغانانو او د امريکا د دښمنانو روزل بند کړي که نه نو بیا به پښېمانه شي. نوموړي زیاته کړې وه چې پاکستان وران کاري روزي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن هم په برسلز کې ددفاع د وزیرانو په غونډه کې ویلي وه چې که پاکستان په طالبانواو نورو ترهګرو فشار زيات نه کړي نو ډیر څه به بايلي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان ولې په افغانستان کې د داعش ډلې تر نامه لاندې نوې ترهګره ډله رامنځته کړیده، ښاغلي بهرامي وویل، دا ددې لپاره چې که طالبان کمزوي کیږي نو پاکستان به د داعش له لیارې د خپلو ګټو لپاره په سیمه فشار اچوي.

جنرال بهرامي زیاته کړه چې داعش په لومړي سر کې د هلمند، زابل او فراه ولایتونو څخه پیل وکړ خو د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په نطفه کې له منځه یوړل شول.

وروسته بیا داعش د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت په اچین، پچیر اګام، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې ځالې جوړې کړي چې هلته يې هم پرضد افغان امنیتي ځواکونو ګڼ بریالي پوځي عملیات ترسره کړل.

ښاغلي بهرامي پاکستان د افغانستان همیشنې دښمن وګڼلو او وی ویل د افغانستان اردو ځوانه ده خو د خپلې خاورې د دفاع جوګه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG