اسرایل د اتوار/ یکشنبې په سهار په لبنان کې د ایران پلوه وسله والې ډلې حزب الله پرضد په تیرو ۱۰ میشاتو کې تر ټولو لوې برید کړی، او ځینو سرچینو وي او ای ته ویلي چې اسرایل دغه برید د پټو استخباراتي معلوماتو په اساس کړی چې د حزب الله ډلې لخوا په اسرایل ویشتل کیدونکي زرګونو راکټونو او ډرون بریدونو مخه ونیسي.
د اسرایل پوځ ویلي چې ۱۰۰ جنګي الوتکو یې د حزب الله ډلې ۴۰ هغه ځایونه په نخښه کړي د چرته نه چې به په اسرایل زرګونو راکټونو او ډرون ویشتلو کېدل. دغه بریدونه د لبنان په جنوبي سیمو کې د سهار ۵ بجو نه مخکې شوي.
حزب الله وسله واله ډله د امریکا لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې او په دغه سیمه کې دغه ډله د ایران لویه پراکسي ډله ده.
سهار ۵:۳۰ بجې بیا حزب الله ډلې په اسرایل بریدونه پېل کړي او د اسرایل د پوځ تر مخه د دغه راکټونو او ډرون بریدونو شمېره د ۱۵۰ نه زیاته وه. د پوځ تر مخه دغه بریدونو د اسرایل شمالي سیمه په نخښه کړې او یواځې یې ودانیو ته زیان رسولی خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده شوې.
د حزب الله ګوند لخوا په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو بیانونو کې ګوند ویلي چې دوي د سهار په وخت په اسرایل د ۳۰۰ نه زیات راکټونه او ډرون بریدونه کړي او دغه بریدونه یې د خپل وژل شوي پوځي کمانډر د مرګ بدل بللی. د حزب الله دغه مشر د جولايي په ۳۰مه نېټه په بیروت کې په یو برید کې وژل شوی وو.
د حزب الله لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې دوي د اسرایل پوځي مرکزونه په نخښه کړي او زیاته کړې یې ده چې ٫٫ د نن لپاره زمونږ پوځي عملیات سر ته رسیدلي او مونږ خپل مقصد ترلاسه کړی.٬٬
د اسرایل ریزرو (اضافي عسکرو) برېګېډېر جنرل جېکب ناګل چې د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو پخوانی صلاحکار پاتې شوی وي او ای ته په یو ټېکسټ پېغام کې ویلي ٫٫ کره معلوماتو سم کار کړی.٬٬ او د حزب الله لخوا د اسرایل دننه د برید کولو پلان د وړاندې نه معلوم شوی وو چې غوښتل یې د اسرایل پوځ او ولسي ځایونه په نخښه کړي او عامو خلکو ته زیان ورسوي.
د اسرایل پوځ ویلي چې د حزب الله لخوا د اسرایل په شمال باندې د سهار په وخت د ډرون او راکټي بریدونو تیارۍ نیول شوې وې او ځیني بریدونه بیا د هیواد د زیاتې ابادې سیمې په نخښه کولو لپاره تیار شوي وو. خو حزب الله ډلې بیا دا دعوه رد کړې چې د دوي د لوې برید مخه د اسرایل لخوا شوي برید له وجې نیول شوې.
حزب الله ډلې تیر کال د اکتوبر ۸مې نیټې راپه دیخوا د فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس د ملګرتیا لپاره په اسرایل هره ورځ واړه واړه بریدونه شورو کړي. حماس ایران پلوه یوه بله ډله ده چې د اکتوبر په میاشت کې یې د غزه نه په اسرایل برید کړی وو.
د اسرایل ریزرو میجر ساریت زیهاوي وي او ای سره په ټېلیفون د خبرو په وخت ویلي چې د اتوار د ورځې د حزب الله برید د تیرو لسو میاشتو د بریدونو نه ٫٫ مکمل جلا٬٬ وو، ځکه په دې برید کې حزب الله غوښتل چې د شمالي اسرایل ښارګوټي او کلي په یو وخت په نخښه کړي او هغه ځایونه هم چې لا نه دي خالي کړل شوي.
د لبنان د پولې سره نژدې د اسرایل څو کلومیټره برخې نه په زرګونو اسرایلیان د وړاندې نه خوندي ځایونو ته لیږل شوي.
Forum