د اسرايل پوځ د غزې جنوبي ښار رفح پله پرمخ تګ کړی او د اتوار/ يکشنبې په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن ویلي، اسرایل امریکې ته د يو ميلين څخه زياتو ملکي فلسطينيانو د خونديتوب دپاره د باور وړ پلان نه دی ورکړی.
د اسرايل پوځ مياشتې وړاندې د 1.3 ميلينو څخه خواوشا 300,000 فلسطينيانو ته په حماس د حملو څخه بچ کېدو دپاره د جنوبي غزې څخه وتلو ويلي او دوی تښتېدلي وو، اوس ورته بيا د وتلو ویل شوي چې د غزې شمال لويديځ کې د غزې د بحېره روم ساحل پله لاړ شي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د اتوار په ورځ د ( اېن بي سي په ميټ دې پرېس) پروګرام کې ویلي، د فلسطينيانو د خوندي کولو دپاره د اسرايل سره هیڅ ځانګړی پلان نشته او نه دا چې بشري مرستې ورته ورسوي.
هغه ويلي، "د دې نه علاوه مهمه خبره دا ده چې مونږ داسې پلان هم نه دی ليدلی چې په کومه ورځ د غزې جګړه پای ته ورسي د هغې وروسته به څه کيږي. او دا وخت چې اسرايل په کوم رفتار روان دی په رفح کې به درانه عمليات وکړي خو بيا به هم د حماس د زرګونو په شمېره کې وسله وال پاتې شي".
نوموړي ویلي، "مونږ د شمال او تر دې چې د خان يونس په علاقو کې ليدلي، کومې چې اسرایل پاکې ګرځولي هلته حماس بيرته راغلي دي".
بلينکن زياته کړې،"دا وخت اسرایل ته رفح ته روان دی، تر دې چې د پاتې څلورو بټاليونه سره مخامخ شي، خو په ځانګړي توګه د ملکي خلکو دپاره پلان نشته، ملکي خلکو ته د تاوان رسېدو او د مسلې نه حل کېدو خطر دی، هغه مسله چې مونږ دواړه یې هوارول غواړو چې حماس بيا په غزه حکومت ونه کړي".
امریکا، اسرايل ته تر ټولو زياته وسله ورکوي، ورسره اسرایل ته بيا بیا خبرداری ورکوي او په رفح کې د بشپړو ځمکنو عملياتو مخالفت کوي خو د اسرايل دفاعي ځواکونه په رفح هوايي بمباري کوي او په محدوده کچه ځمکني عمليات یې هم دوامداره ساتلي دي.
د امريکې صدر جوبايډن اسرايل ته د 3,500 (227 او 907 کیلوګرامه بمونو) ورکول ځنډولي د دې ويرې چې اسرايل به یې په رفح کې وکاروي. صدر بايډن تېره اوونۍ ويلي وو که اسرايل په رفح بشپړ عمليات کوي امریکا ورته ځينې جارحانه وسلې لېږل هم ودروي.
اسرايل د حماس سره د 100 پورې يرغماليانو د خوشي کولو دپاره خبرې کوي خو د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن بيا بيا وايي په رفح کې د حماس د خاتمې پورې به جګړه نه ودروي.
بلينکن د ګډوډۍ خبرداری ورکړی او ويلي یې دي، "اسرايل په ممکنه توګه په لاره دی چې د حماس ګڼ وسله وال ورته د بغاوت په ميراث کې پاتې شي او که خلا پاتې کوي په ممکنه توګه دغه د ګډوډی خلا به حماس ډکه کړي. مونږ ورسره په دواړو، غزه او سيمه کې د تلپاتې نتيجې او د تلپاتې امنیت خبرې کړي دي".
بلينکن ويلي، " د دې پای ته رسېدو دپاره چټکه لاره د حماس سره ده چې يرغماليان پرېږدي. مونږ به جنګ بندۍ ته ورسو مونږ ترې ډېر څه ترلاسه کولی شو، مختلف ټيمونه خبرو ته دوام ورکوي. دا به غوره لاره هم وي چې مونږ بشري مرستې سېوا کړو او د غزې خلک خوندي کړو. حماس په دې کې دلچسپي لري خو کړنې یې برعکس دي".
د اتوار په ورځ د غزې په اړه د امریکا په پاليسيانو د امریکې سیاست مدار وېشلي ليدل شوي.
ازاد سېنېټر برني سېنډر چې د اسرایل په جګړه د ډېموکرېټ اپوزيشن پلويتوب کوي، اېن بي سي ته یې ويلي، اسرايل بايد "د امریکې لخوا نورې پوځي مرستې ترلاسه نه کړي، اسرايل د فلسطيني خلکو ضد جګړې ته تللی او نتيجې به یې ويجاړونکې وي".
ريپبلکن سېنېټر لنډسی ګراهم د اسرايل حماس جګړه د دویمې نړيوالې جګړې سره پرتله کړې، هغه اېن بي سي ته ويلي، "مونږ په ناګاساکي او هیروشيما دوه ايټمي بمونه ولې وغورځول؟، د جګړې ختمولو دپاره مونږ ماتې نه شو ترلاسه کولی، دا سمه پرېکړه وه، اسرايل دې هر هغه څه وکړي چې يو يهودي رياست ژوندی پاتې شي".
اسرايل د رفح د بريدونو ترڅنګ د غزې په شمال کې د جباليه کډوالو کېمپ او نورو سیمو باندې بمباري کړې ده. ویل کيږی سيمه په پراخه کچه د تباهۍ سره مخ ده کومه چې د اسرايل پوځ د مياشتو راهسې تر ډېره حده پوره جلا کړې ده. ملګرو ملتونو دغلته د بشپړ قحط ويلي دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، د اسرايل جنګي الوتکو او توپو په کېمپ او غزې ښار په ختيځ کې د زېتون علاقه په نخښه کړې چرته چې پوځ د يوې اوونۍ څخه د وسله والو سره په جګړه بوخت دی.
د اکتوبر په اوومه حماس په اسرايل حمله کړې د اسرايل په وينا 1200 کسان يې وژلي او 250 یې يرغمال کړي وو، د يادې حملې په ځواب کې اسرايل په غزه کې عمليات پيل کړي، د 35,000 نه زيات فلسطينيان پکې وژل شوي چې پکې ملکي خلک او جنګیالي شامل دي.
( د دې خبر ځينې معلومات د اې پي څخه اخستل شوي).
Forum