د اسرایل پوځ د اتوار/ یکشنبې په ورځ د غزه جنوبي برخې فلسطینیانو ته د سیمې پرېښودو امر کړی. دغه تازه امر په یو سکول چې پکې بې کوره فلسطینیانو پناه اخستې وه د برید وروسته شوی.
د غزه د صحت محکمې تر مخه په دغه برید کې لږ تر لږه ۸۰ فلسطینیان وژل شوي. خو اسرایل وايي چې په برید کې یې د وسله والو یو مرکز په نخښه کړی او ۱۹ وسله وال یې وژلي.
اسرایل بیا بیا په لویه کچه خلکو ته د وتلو امر کوي او عسکر یې هغه سیمو ته بیرته ستنیږي چرته چې یې وړاندې د فلسطیني وسله والو سره نښتې شوي او په لویه کچه تباهي شوې. د تیرو ۱۰ میاشتو په جګړه کې د فلسطینیانو د ابادۍ لویه برخه څو څو وارې بې کوره شوې.
سلګونو زره فلسطینیان بیا په خیمو کې ژوند کوي چرته چې د ژوند بنیادي اسانتیاوې ډېرې کمې دي او ګڼو بیا په سکولونو کې پناه اخستې. هم په دغه شان یو سکول د خالي په ورځ اسرایل بمباري کړې. فلسطینیان وايي په غزه کې هیڅ یو ځاې خوندي نشته.
د اسرایل لخوا په خان یونس کې هم خلکو ته د سیمې پرېښودو امر شوی او پکې هغه برخې هم شاملې دي چې اسرایل د بشري مرستو لپاره ټاکل شوي ځایونه ګرځولي او اسرایلي پوځ وايي د دغلته نه راکټونه ویشتل شوي.
اسرایل په حماس او نورو وسله والو تور لګوي چې دوي د عامو خلکو د اوسیدو په ځایونو کې پټیږي او د دغلته نه بریدونه کوي.
خان یونس د غزه دویم لوې ښار دی او د روان کال د شورو نه د اسرایل په هوايي او ځمکنې جګړه کې پکې په لویه کچه تباهي شوې. د خان یونس په لسګونو زره خلکو تیره اونۍ هم د اسرایل د امر وروسته خپلې سیمې پرېښودي.
په سلګونو کورنیو بیا د اتوار په ورځ په لاسو کې خپل سامانونه اخستي او خپل کورونه او پناه ځایونه یې پرېښودي.
د غزه د صحت وزارت تر مخه د تیرو ۱۰ میاشتو په جګړه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېره 40,000 ته رسېدلې خو وزارت دا نه وايي چې په دغو کې څومره جنګیالي وو. مرستندویه ډلې بیا په غزه کې بشري مرستو رسولو کې د سختو ستونزو سره مخ دي او نړیوالو پوهانو دغلته د قحط خبرداری هم ورکړی.
په غزه کې د اسرایل او حماس جګړه تیر کال د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د شوي خونړي برید وروسته شورو شوې. د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ اسرایلیان وژل شوي وو چې زیاتره پکې عام خلک وو. حماس وسله والو ۲۵۰ کسان تښتولي هم وو.
امریکا مصر او قطر د تیرو څو میاشتو راهسې د ډزبندې هڅې کوي چې پاتې ۱۱۰ اسرایلي یرغمالیان راخوشي کړي، اسرایلي چارواکي ګمان کوي چې د دغو دریمه برخه یرغمالیان کېداې شي په جګړه کې وژل شوي وي.
د اسرایل خوا د ایران او په سیمه کې د ایران پلوه وسله والو ډلو سره د نښتو په سره د اسرایل او حماس جګړې په سیمه ایز جنګ کې د بدلیدو خطرې سیوا کړي.
Forum