د اسرایل پوځ د چهارشنبې یا شورو په ورځ وویل له فلسطیني سیمې څخه د پوکنو یا غبارو د بمونو په جواب کې یې د غزې په تړانګه کې هوایي بمبارونه کړي.
د وي او ا ی د رپورټ ترمخه تېره میاشت د اسرایل او حماس سله والې ډلې ترمینځ د یوولس ورځو د تشدد ختمولو او ډز بندۍ له لوظنامې وروسته دا لومړي اسرایلي هوایي بمبارونه وو چې پکې د حماس مرکزونه په هدف شول.
حماس ګواشنه کړې وه که چیرې اسرایلي ملتپاله په ختیځ یروشلم کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د مارچ (لاریون) کولو پلان باندې عمل وکړي نو پر ضد به یې اقدام کوي.
په سلګونو کسان له پلان سره سم مارچ ته را وتلي وو او د یروشلم په زاړه ښار کې د دمشق له دروازې سره یې د څه وخت لپاره غونډه وکړه.
د مارچ ځینې برخه والو د عربانو مرده باد نعرې ووهلې چې د اسرایل د دفاع وزیر یایر لېپیډ یې غندنه وکړه او په خپل ټویټر یې وویل دا بې احترامي ده چې له یهودیت سره سمون نه خوري او نه هم له یوه اسرایلي سره ښایي.
اسرایل په 1967 کې ختیځ یروشلم و نیوی خو نړیوالې ټولنې دا عمل نه دی منلی. اسرایل ټول یروشلم خپل مرکز ګڼي او فلسطینیان ختیځ یروشلم ته د خپل آینده ریاست د مرکز په توګه ګوري.