لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل او حماس په ډزبندۍ کې د ځنډ په سر په یو بل تورونه لګوي


د اسرایل استخباراتي ادارې موساد د خالي/ شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې په غزه کې د ډزبندۍ لپاره د اسرایل او حماس تر منځه خبرې اترې لا هم روانې دي. د بیان تر مخه ٫٫ یوې لوظنامې ته د رسیدو لپاره د مرکچیانو تر منځه رابطې او خبرې اترې روانې دي چې لرې والی کم کړي.٬٬

دغه بیان د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د دفتر لخوا په داسې وخت خپور شوی چې د مسلمانانو مقدسې میاشت روژې لپاره کومه ډزبندي وشي.

خو په لوظنامه کې د ځنډ په سر اسرایل او حماس یو بل ته ګوتې نیسي. د حماس یوې سرچینې راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې د دوي د خبرو اترو ډله ګرانه ده چې د خالي یا اتوار په ورځ قاهرې ته لاړ شي.

مصر، امریکا او قطر د جنورۍ د میاشتې راهسې د ډزبندۍ په یوه نوې لوظنامه کار کوي. د نوې لوظنامې تر مخه به د ګڼو فلسطیني قیدیانو په بدل کې حماس وسله وال ۴۰ اسرایلي یرغمالیان خوشي کوي.

حماس وسله والې ډلې اسرایل تورن کړی چې دوي د جګړې ختمولو باور ورکولو او د غزه پټۍ نه د خپلو عسکرو د ویستلو نه انکار کړی. خو نیتن یاهو بیا دغه غوښتنې بې ځایه بللي.

اسرایلي چارواکو د وړاندې نه ویلي چې د غزه جګړه به حماس وسله والې ډلې ته د ماتې ورکولو وروسته ختمیږي. امریکا، برتانیه، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هیوادونو حماس ډله ترهګره ډله ګرځولې.

د روژې میاشتې په مناسبت په یو بیان کې بیان کې بیا د حماس ډلې مشر اسماعیل هانییه ژمنه کړې چې فلسطینیان به د اسرایل سره تر هغې جنګیږي ٫٫ تر څو چې یې ازادي نه وي ترلاسه کړي.٬٬

موساد بیا ویلي چې حماس ډله د روژې په میاشت کې تشدد زیاتوالو لپاره ځان تیاروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG