لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل وايي د انساني حقونو نړیوالې ادارې نماینده به ملک بدر کړي


د اسرائیلي سپریم کورټ د فیصلې په اړه عمر شاکر وویل عدالت د انساني حقونو دپاره کارکوونکو باندې د وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو په حملو پرده واچوله او قانوي حېیت یې ورکړو
د اسرائیلي سپریم کورټ د فیصلې په اړه عمر شاکر وویل عدالت د انساني حقونو دپاره کارکوونکو باندې د وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو په حملو پرده واچوله او قانوي حېیت یې ورکړو

اسرائیل ویلي د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ نماینده عمر شاکر به ملک بدر کړي.

د اسرائیل سپریم کورټ د اسرائیلي حکومت د دې فیصلې تاید کړی دی چې د عمر شاکر چې د اېچ ار ډبلیو سیمه ییز مشر دی د گل، دوشنبې، په ورځ دې د اسرائیل نه ووځي.

مشر عمر شاکر امریکايي شهري دی او اسرائیل په هغه الزام لگولی چې هغه د اسرائیل خلاف د اقتصادي بندیزونو او د اسرائیلي مصنوعاتو د بائیکاټ حمایت کوي. خو عمر دا خبره ردوي.

دا لومړی ځل دی چې په کال ٢٠١٧ کې د جوړ شوي قانون دلاندې په اسرائیل کې په قانوني توگه میشته کس ته د ملک د پرېښودو امر ورکړی کېږي.

اسرائیل دغه قانون د هغه غیرملکیانو خلاف جوړ کړی چې د فلسطینیانو په حمایت کې د بي ډي اېس نومې تحریک ملاتړ کوي، یعني په اسرائیل د اقتصادي بندیزونو او د اسرائیلي مصنوعاتو د بایئکاټ حمایت کوي.

د اسرائیلي سپریم کورټ د فیصلې په اړه عمر شاکر وویل عدالت د انساني حقونو په کارکوونکو د وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو د حکومت په حملو پرده واچوله او قانوي حېیت یې ورکړو. هغه زیاته کړه دا یو خطرناک مثال دی چې نور خلک به ترې هم متاثره کېږي.

عمر شاکر د اسرائیل او فلسطیني علاقو دپاره د هیومن رایټس واچ مسؤل دی. هغه وویل د اسرائیلي مصنوعاتو د باېئکاټ په بنیاد اسرائیل هغه خلک هم ملک بدر کولی شي چې د فلسطینیانو وېسټ بېنک سیمه مقبوضه علاقه گڼي او هلته د یهودیانو ابادکاري غیرقانوني بولي. هغه وویل دغه نظر لرونکو کې د جرمونو خلاف نړیوال عدالت انټرنېشنل کریمینل کورټ هم شامل دی.

اسرائیل د امریکې د کانگر د دوو مېرمنو غړو ترڅنگ ځینو نورو خلکو ته هم هېواد ته د ورتگ اجازت نه دی ورکړی خو دا به لومړی ځل وي چې اسرائیل به یو تن ملک بدر کړی شي.

هیومن رایټس واچ ویلي نه خو عمر شاکر خپله او نه هم اېچ ار ډبلیو د اسرائیل د بائیکاټ خبره کړې ده. اېچ ار ډبلیو وویل اسرائیل د عمر شاکر خلاف دغه گام ځکه اخیستی چې اداره د فلسطین په ویسټ بېنک کې د اسرائیلي ابادکارۍ مخالفت کوي چې د نړیوال قانون دلاندې غیر قانوني اقدام گڼل کیږي.

د اېچ ار ډبلیو اېگزېکټیو ډاېرېکټرې کنېت رات وویل د اسرائیلي سپریم کورټ فېصله ښايي په اسرائیل کې د فلسطینیانو د حقونو خبره د رای په ازادۍ کې نه ده شامله.

کېنت رات وویل دا لومړی ځل دی چې یو جمهوري ملک د ادارې څېړونکی د هیواد نه ویستلی دی. هغه وویل د دې نه وړاندې یوازې ایران، شمالي کوریا او وېنزوېلا د ادارې کارکونکي ملک بدر کړې دي.

عمر شاکر وویل هیومن رایټس واچ د اسرائیلي مصنوعاتو د بائیکاټ په اړه رسمي دریځ نلري او نه هم هغه د ادارې د نماینده په توگه د بائیکاټ په حق کې کله خبرې کړې دي. خو هغه زیاته کړه چې اېچ ار ډبلیو د بیان په ازادۍ یقین لري چې پکې د بائیکاټ په حق کې د وینا حق هم شامل دی.

اسرائیلي چارواکي د عمر شاکر هغه وینا د حواله ورکوي چې هغه اېچ ار ډبلیو کې د شاملېدو نه وړاندې د اسرائیل د بائیکاټ په حق کې کړې وې.

د اسرائیل د بائیکاټ حمایت کوونکي د اسرائیل د اجتماعي اقتصادي بائیکاټ ملاتټر کوي او وايي هم د دا ډول بائیکاټ په نتیجه کې جنوبي افریقه خپل نسل پرست نظام په ختمولو مجبور شو.

د اسرائیل د بائیکاټ پلویان دا خبره ردوي چې گني دوی د یهودي مذهب منونکو خلاف دي.

په کال ٢٠١٧ کې اسرائیل یو قانون منظور کړو چې ترمخه یې هر هغه تن ملک بدر کېدلی شي چې د بائیکاټ په حق کې خبره وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG