لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو د سوریې دننه په ایراني پوځي مرکزونو بمباري کړیده


اسرایل وايي، د ایران لخوا ددوی تر ولکې لاندې د ګولان هایټس (جولان غونډۍ) نومې سیمې باندې د راکټي بریدونو په ځواب کې د دوی جنګي الوتکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړیدي.

د اسرایل پوځ وايي، د دوی په هوايي بریدونو کې استخباراتي مرکزونه، د وسلو زېرمې او لوجیستیکي مرکزونه په نښه شویدي او همدارنګه د سوریې ګڼ فضايي هوايي سیستمونه هم پکې ویجاړ شویدي.

اسرایلو همدارنګه خبرداری ورکړ چې دوی به ایران پرې نږدي چې په سوریه کې کوم ګواښ رامنځ ته کړي او که د سوریې په خاوره کې بیا هم هر څه پېښږي نو مسول به یې په خپله د سوریې حکومت وي.

د اسرایل ددفاع وزیر اوېګډور لېبرمن یوې امنیتي غونډې ته وویل، چې اسرایلو په سوریه کې د ایران نږدې ټول مرکزونه ویشتي دي او زیاتوي چې دی هیله لري چې د جګړې دا فصل پای ومومي او هرڅوک په په دې خبره پوه شي.

ایران د سوریې متحد دی او پوځ یې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کوي.

روسیه چې د بشار الاسد بل ملاتړ کونکی هېواد دی، له دواړو ایران او اسرایلو څخه د زغم غوښتنه کوي او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون هم د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه کړېده.

د سوریې دولتي خبري رسنۍ سنا وايي، د اسرایلو جنګي الوتکو په دفاعي مرکزونو، رادار مرکزونو او د وسلو او مهماتو په زېرمو باندې بریدونه کړیدي او د الوتکو ضد سیستمونه په دې توانیدلي چې په لسګونو اسرایلي توغندي یې هدف ته تر رسېدو مخکې له منځه وړي.

اسرایلو د ایران په القدس ځواک باندې تور پورې کړ چې په ګولان هایټس نومې سیمه کې یې د اسرایلو په پوځي مرکزونو باندې توغندي توغولي وو خو کومه مرګ ژوبله او ویجاړی په کې نه وه رامنځ ته شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG