پېراګوايې دریم هېواد دی چې په بیت المقدس کې یې خپل سفارت پرانست.
ددغه هېواد ولسمشر اوراسیو کارتیس وویل، له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د دوی د سفارت انتقال د اسرایلو او پېراګوايې ترمنځ د تاریخي اړیکو د لا ځواکمنتیا په موخه ترسره شوی.
د اسرایلو لومړي وزیر بېنیمین نتنیاهو د پېراګوايي ددغې پرېکړې هرکلی کړی.
تېره اونۍ امریکا لومړنی هېواد و چې په رسمي توګه یې په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانست او دا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین له ژمنو څخه هم وه.
دوه ورځې وروسته بیا ګواتیمالا دوهم هېواد و چې په بیت المقدس کې یې خپل سفارت پرانست.
فلسطینیان ددغو بدلونو په کلکه مخالفت کوي. دوی ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو د راتلونکي حکومت پلازمېنه ګڼي په داسې حال کې چې اسرایل بیت المقدس ته د یو نه وېشل کېدونکې پلازمېنې په سترګه ګوري.