لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو فلسطیني په وژل کیدو د اسرائیل په فوج کې د اخلاقیاتو بحث


کله چې یو ایمبولینس زخمي اسرائیلي فوجي هسپتال ته د وړلو دپاره راغلو نو چا چغه کړه چې "دا ترهگر اوس هم ژوندی دی." بیا یوه ډزه وشوه او د عبدالفتح اد سر نه وینه روانه شوه
کله چې یو ایمبولینس زخمي اسرائیلي فوجي هسپتال ته د وړلو دپاره راغلو نو چا چغه کړه چې "دا ترهگر اوس هم ژوندی دی." بیا یوه ډزه وشوه او د عبدالفتح اد سر نه وینه روانه شوه

د یو فلسطیني حمله کونکي د وژل کیدو په لړ کې د اسرائیلي فوجي د گرفتارۍ په سر په اسرائیلي فوج کې د اخلاقیاتو او د ضوابطو بحث راپاریدلی دی. یو طرف وايي کوم عسکر چې په وژل شوي فلسطیني ډزې کړې هغه هیڅ غلط کار نه دی کړی خو ددې خبرې مخالفین وايي په زخمي دښمن ډزې کول د اسرائیلې فوج د اخلاقو معیار سره سمی نه خوري.

فلسطیني عبدالفتح الشریف او د هغه ملگري په هیبرون ښار کې په یو اسرائیلي عسکر حمله وکړ او هغه يي په چړو وهلو. د اسرائیلي فوجیانو په جوابي ډزو کې عبدالفتح الشریف زخمي او د هغه ملگر وژل شو.

د زخمي کیدو ورسته، ٢١ کلن عبدالفتح په سړک پروت و اوسترگې يي بندې وې.

کله چې یو ایمبولینس زخمي اسرائیلي فوجي هسپتال ته د وړلو دپاره راغلو نو چا چغه کړه چې "دا ترهگر اوس هم ژوندی دی." بیا یوه ډزه وشوه او د عبدالفتح اد سر نه وینه روانه شوه.

د عبدالفتح د وژل کیدو په نتیجه کې په اسرائیلي فوج کې د اخلاقیاتو په اړه بحث راپاریدلی دی. که یو خوا ځېنې خلک په زخمي عبدالفتح په ډزو بوږنیدلې دي نو بله رائې دا ده چې هغه هم ددغه انجام مستحق و.

په عبدالفتح الشریف ډزې کونکی اسرائیلي عسکر نیول شوی دی. رپورټونه وايي نیول شوي عسکر ویلي چا چې د هغه ملگری وژلی هغه د مرگ حقدار دی. دا هم ویل کیږي چې گرفتار عسکر دا بیان ورکړی دی چې په عبدالفتح يي ځکه ډزې وکړې چې هغه سره بم و.

خو اسرائیل ددفاع وزیر موشی یالان په دې واقعه خفگان څرگند کړی دی. هغه ویلي گرفتار عسکر د قانون او فوج د اخلاقي معیار خلاف ورزي کړې ده. "مونږ ته معلومه ده چې مونږ ته بریا پکار ده خو مونږ انسانیت نشو پریښودلی."

پخوانۍ خارجه وزیرې ایوگډور لیبرمین چې د یزرائیل بیتنو په نوم د گوند مشره ده وايي د گرفتار شوي عسکر خلاف مقدمه یوه "ټوکه" ده. هغې ویلي یو عسکر چې ترهگر وژنې هغه قاتل نشي کیدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG