اسرايل د اتوار/ يکشنبې په ورځ په جنوبي غزه کې بې ځايه شوو خلکو د وتلو دپاره نوي حکمونه جاري کړي، د جمعې د ورځې د جنګ بندۍ ختمېدو وروسته جګړې زور اخستی دی. اسرايل په عربۍ ژبه کې په فېس بک او اېکس (پخواني ټويټر) فلسطينيانو ته ويلي، د وتلو په لارښوونه دې عمل وکړي، او زياته کړې یې ده دا ستاسو او ستاسو د کورنۍ خوندي کېدو دپاره خوندي لاره ده.
د حماس سره نزدې د دوه میاشتو جګړه کې د اسرايل لخوا د شمالي غزې اوسېدونکو ته د وړاندې نه د وتلو ويل شوي وو.
په سیمه کې په ممکنه توګه د بريدونو له امله اسرايل فلسطينيانو ته ويلي، د خان يونس ښار په جنوب ختيځ کې دې د 34 علاقو څخه ووځي او د المواسي بشري زون علاقې ته دې لاړ شي.
د اسرایل پوځ د جنوبي غزې د 2400 بلاکونو نقشه جوړه کړې فلسطينیانو ته یې ویلي، د اسرايل اعلانونو ته توجه کوي چی ايا د دوی بلاک خالي کول کيږي. ځيني کورنيو ویلي دوی ګڼل چې دوی به دغلته پاتې شي خو وروسته دوی ريکارډ شوي ټیليفونونه ورغلي او دوی ته د علاقې پرېښودو ویل شوي دي.
د اسرایل لخوا دا نوي حکمونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د امریکا صدر جو باېډن انتظامې په اسرایل بیا غږ کړی د عامو فلسطینیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره دې نور ګامونه پورته کړي. د غزه په جنوبي ښارګوټی خان یونس د اسرایلي پوځ لخوا بې رحمه بمباري روانه ده.
د خالي يا شنبې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بينيامين نیتن یاهو ویلي دغه تازه بمباري به تر هغې روانه وي تر څو چې پاتې اسرایلي یرغمالیان خوشي شوي نه وي او حماس وسله واله ډله د منځه تللي نه وي. نوموړي ویلي "یوه سخته جګړه زمونږ په وړاندې ده".
اسرایلي چارواکي وايي چې د حماس وسله وال په خان یونس کې پټ شوي ځکه په دغه ښار ګوټي بمباري کوي.
د جمعې په ورځ اسرایل او حماس تر منځه د ډزبندۍ ختمیدو راپه دیخوا په غزه د اسرایلي پوځ په بمبارۍ کې لږ تر لږه 200 فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزه د صحت وزارت تر مخه د اکتوبر اوومې د برید وروسته په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېره 15200 (پینځلس زره دوه سوه) ته رسېدلې او د 40000(څلوېښتو زرو) نه زیات خلک ژوبل شوي. د غزه د صحت وزارت تر مخه په دغو کې 70 فیصده ښځې او ماشومان دي.
د امریکا ناېب صدرې کامله هېرس د خالي په ورځ په دوبۍ کې د سي او پي 28 ماحولیاتي غونډې ته په وينا کې ويلي،
"ډیر زیات معصومه فلسطینیان وژل شوي، په ریښتیا د عامو خلکو د مرګ ژوبلې کچه او د غزې نه راتلونکي عکسونه او ویډیو ګانې ویجاړونکي دي".
د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټن ویلي د امریکا له خوا "د اسرایل د امنیت ملاتړ د دې وړ نه دی چې جوړ جاړی پرې وشي" خو هغه په شخصي توګه اسرایل ته خبرداری ورکړی که دوي د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته نه کړي. اسټن په کېلیفورنیا کې یوې غونډې ته ویلي "په داسې قسمه جګړو کې ملکي وګړي مرکزي حیثیت لري. که تاسو دوي د دښمن لاسو ته ورکړئ نو تاسو د ګټې تګلاره په ماتې بدلوئ". نوموړي په اسرایل زور اچولی چې غزه ته دې د بشري مرستو روسولو کار وغځوي او د دغه لانجې د حل لپاره یې د اسرایل او فلسطین د دوو ریاستونو د حل امریکايي خبره هم تکرار کړې ده.
په غزه کې د صحت د وزارت تر مخه د اووم اکتوبر د برید وروسته په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېره 15200 ته رسېدلې او د 40000 نه زیات خلک ژوبل شوي. نزدې دوه میلینه (شل لکه) فلسطینیان چې خواوشا د غزه ټوله ابادي جوړیږي دا مهال د غزې جنوبي سیمو ته ورننوتي او دغلته دوي د بمبارۍ نه د ځان ساتلو لپاره کوم پناه ځایونه هم نه لري.
د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل پوځ ویلي وو چې په دوو ورځو کې یې په غزه کې د حماس وسله والو نزدې 400 مرکزونه په نخښه کړي. په دغو کې هوايي بمباري، د ټینکونو ډزې او د سمندري پوځ لخوا ډزې شاملې دي. ويل شوي په دغو بریدونو کې د 50 نه زیات په خان یونس او نور د غزه په جنوبي برخو کې شوي دي.
د جنوبي غزه په یو برید کې یوه داسې ودانۍ هم په نخښه شوې چرته چې د جبالیه مهاجر کېمپ بې کوره شوي کورنۍ اوسیدلې. دغلته پاتې کیدونکو حمزه عبید او امل رضوان ویلي په دغه څو پوړیزه ودانۍ برید کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي،
د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي برید کې د اسرایلي چارواکو په وینا 1200 اسرایلیان وژل شوي وو او 240 اسرایلیان د حماس وسله والو یرغمل کړي وو. امریکا، برتانیه، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هیوادونو حماس وسله واله ډله ترهګره ډله ګرځولې ده.
د اسرایل وزیراعظم بين یامين نیتن یاهو د خالي/ شنبې په ورځ یو وارې بیا ویلي "دا جنګ به تر هغې روان وي تر څو چې مو خپل احداف نه وي ترسره کړي. او دغه ترسره کول د ځمکني عملیاتو بغېر ممکنه نه ده". بلخوا د اسرایل د پوځ یو ویاند لېفټننټ کرنل پیټر لرنر ویلي د ډزبندۍ ختمیدو وروسته د حماس لخوا د اسرایل په جنوبي سیمو د 250 نه زیاتې راکټې ويشتل شوي دي. د دغه راکټي بریدونو وروسته په جنوبي اسرایل د بیړني حالت ساېرنې اورېدل شوي خو د کوم قسمه مرګ ژوبلې یا تاوان کوم خبر نه دی رپورټ شوی.
د دې خبر ځیني معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس، ای اېف پي او راېټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.
Forum