لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائيل او د فلسطین حماس گوند ترمنځ ډزبندي


اسرائیل او حماس په منځ کې د جنگ بندۍ د پاره د امریکې خارجه وزیره هیلري کلنټن د مصر صدر محمد مرسي سره هم لیده کاته کړې دي
اسرائیل او حماس په منځ کې د جنگ بندۍ د پاره د امریکې خارجه وزیره هیلري کلنټن د مصر صدر محمد مرسي سره هم لیده کاته کړې دي
اسرائیل او د فلسطین حماس گوند د شورو په ورځ د ډز بندۍ معاهده لاس لیک کړه چې په نتیجه کې يي د فریقینو په منځ کې د اتاؤ ورځو راهسې روانه جگړه ودرولی شوه.
د اسرائیل او حماس ډز بندي د مصر د منځگړيتوب او سفارتي هلو ځلو نتیجه ده چې له امله به يي اسرائیل په غزه خپله محاصره نرم وال هم راولي.
د مصر سرښار قاهره کې د ډزبندۍ اعلان د مصر خارجه وزیر محمد کمال امر ووکړو چې تر سنگ يي د امریکې خارجه وزیره هیلري کلنټن هم ولاړه وه.
میرمن کلنټن وویل د ډزبندۍ د معاهدې د لاندې به د غزه د اوسیدونکو د پاره د ژوند حالات بهتر کړی شي او د اسرائیل د پاره به د امنیت گامونه پورته کولی شي.
د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ددفتر د طرفه جاري کړی شوې یوې اعلامیه کې وویل شوې د امریکې صدر براک اوباما سره د صلا ورستو ډزبندۍ ته راضي شوی دی.
د حماس د طرفه د راکټونو د حملو په ځواب کې اسرائیل د نومبر د میاشت په ١۴ نیټه په غزه هوائي بریدونه شورو کړل. حماس به د اسرائیل حملو په ځواب د اسرائیل په مختلفو ښارونو راکټې ویشتلې.
د اسرائیل او حماس په جگړه کې ١۴٠ فلسطینیان شامل دي چې پکې گڼ شمیر ملکي کسان شامل دي. د اسرائیل پنځه شهریان هم وژل شوې دي.
د ډزبندۍ د معاهدې د لاندې به اسرائیل غزه ته د تگ را تگ لارې پرانځي. پنځه کال وړاندې په غزه د حماس واک قائمیدو ورستو اسرائیل فلسطینین سیمې ته مزکنۍ او سمندري لارې ووتړلې.
مصر د ډزبندۍ ضامن گرځولی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG