لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو او فلسطینې وسله والو په یو بل تازه حملې کړي


د می د ۱۳ نېټې په دې تصویر کې په غزه کې په یوې ودانۍ د اسرایلي هوايي حملې وروسته منظر لیدل کېږي. دا تصویر ای پي خبري ادارې شایع کړی دی
د می د ۱۳ نېټې په دې تصویر کې په غزه کې په یوې ودانۍ د اسرایلي هوايي حملې وروسته منظر لیدل کېږي. دا تصویر ای پي خبري ادارې شایع کړی دی

اسرایلي ځواکونو په غزه د نهې، سه شنبې، په ورځ هوايي تازه هوايي حملې کړي او فلسطيني وسله والو په اسرایل د راکټونو حملې کړي.

د وي او ای رپورټ وايي په ورستۍ نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي وېل شوي. رپورټ وايي د اسرایل د بمبارۍ هدف غزه ښار و او د فلسطیني راکټونو له امله په جنوبي اسرایل کې د خطر سایرنې وغږېدلې.

د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د می د لسمې ڼېټې راهسې راپارېدلې جګړه کې لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطینیان او لږ تر لږه ۱۰ اسرایلیان وژل شوي دي. په وژل شویو اسرایلیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د غزه د صحت وزارت ویلي په وژل شویو فلسطینیانو کې ۵۹ ماشومان او ۳۵ ښځې شاملې دي.

په نړیواله کچه د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي د ودرولو دپاره هلې ځلې دوام لري.

د نهې، سه شبنې، په ورځ به د یورپین یونین خارجه وزیران په دې اړه خبرې کوي او امریکايي مامورینو ویلي په غواړي چې زر تر زره په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی کم شي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل تشدد د ودرولو دپاره پکار ده چې اسرایل او فلسطیني حماس ډله ګامونه واخلي.

صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او د راکټ حملو په ځواب کې یې د اسرایل د دفاع حمایت وکړو او ویې غوښتل چې د ملکي کسانو تحفظ دې یقیني کړی شي.

د وایټ هاوس بیان وویل صدر بایډن د ډزبندۍ ملاتړ کوي او په دې لړ کې د مصر او د نورو همکارانو سره رابطې شوي دي.

اسرایلي پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حماس د استعمال ۱۵ کلومېټره اوږده سرنګان یې تباه کړي دي، د حماس د انتظام لاندې د مذهبي چارو وزارت پنځه منزله ودانۍ یې تباه کړې او د غزه د اسلامک جهاد وشر حسام ابو حربید یې وژل دی.

د دې په ځواب کې اسلامک جهاد د اسرایل ساحلي ښار اشدود په راکټو وویشتلو چې د چارواکو په وېنا اووه کسان پکې زخمیان شول.

د دفاعي مامورینو سره د خبرو وروسته بنېجمن نېټن یاهو د ګل، دوشبنې، په ورځ خپله وېنا کې وویل چې اسرایل به د "ترهکر هدفونو" په ضد هوايي بمبارۍ جاري ساتي ترڅو د ټولو اسرایلي شهریانو ته امن او تحفظ نه وي ورکړی شوی.

حماس هم د حملو جاري ساتلو دړکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG