لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلسطیني احتجاج کوونکو او اسرائیلي ځواکونو په نښتو کې یو فلسطینی وژل شوی


صدر ډانلډ ټرمپ او اسرائيلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو
صدر ډانلډ ټرمپ او اسرائيلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو

په فلسطیني وېسټ بېنک کې د جمعې په ورځ د اسرائیلي امنیتي ځواکونو او فلسطیني احتجاجوونکو ترمنځ نښتې شوي چې پکې د فلسطیني چارواکو په وینا یو فلسطینی وژل شوی دی.

تېره هفته د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې دپاره د امرېکي صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې اعلانولو وروسته په وېسټ بېنک او یروشلم کې د تشدد د راپارېدو په مهال د وژل شویو کسانو شمېره پنځو ته ورسېده.

د فرانس ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، فلسطیني چارواکو وویل ١٩ کلن تن د جمعې په ورځ د وېسټ بېنک په تلکرم ښار کې د احتجاج په مهال د اسرئیلي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

اسرائیلي پوځ وویل امنیتي ځواکونو هغه وخت ډزې وکړې چې یو فلسطیني دوی په بم د ویشتلو کوښښ وکړو او دوی ته یې خطر پیدا کړو. اسرائیلي پوځ وویل د جمعې په ورځ په احتجاج کې تشدد کېدلو او اسرائیلي عسکر په کاڼو او بمونو ویشتل کېدل.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وېسټ بېنک کې د احتجاج په مهال دوه فلسطینیان ووژل شو او یو عرب اسرائیلي هغه وخت اسرائیلي پولیس ویشتلو چې هغه په یروشمل کې د القدس جومات سره نژدې په پولیس ډزې وکړې.

هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ١۴ اسرائیلیان یو فلسطیني په موټر وهلو زخمیان کړل.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وېسټ بېنک په هېبرون ښار کې یو فلسطیني هلک د اسرائیًلي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شو.

د ای اېف پي د فوټوگرافر په وینا اسرائیل د جمعې د مونځ په موقع په القدس جومات کې د امنیت خصوصي اقدامات کړي او قریباً ٢٥٠٠٠ کسان د جمعې مونځ دپاره جمع شوي وو خو حالات پرامنه وو.

خو په فلسطیني وېسټ بېنک کې د جمعې په ورځ ځای په ځای احتجاجونه وشو.

په فلسطین کې تشدد په داسې حال کې زیات شوی دی چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د مسلو د حل کولو دپاره صدر ټرمپ خپله منصوبه اعلان کړه.

ای اېف پي وايي د منځني ختیځ دپاره د صدر ټرمپ د تگلارې د لاندې به اسرائیل ډیر زاړه اهداف ترلاسه کړی شي چې پکې په یروشلم کنټرول او د وېسټ بېنک په یو شمیر برخو او د فلسطینیانو نه په نیول شویو علاقو د اسرائیل ملکیت تسلیمېدل شامل دي.

د صدر ټرمپ د تگلارې د دلاندې به فلسطینیان په باقي وېسټ بېنک او غزه کې خپل خپل اینده ریاست جوړ کړي چې مشرقي یروشلم به یې سرښار وي.

فلسطیني صدر محمود عباس امریکايي منصوبه رد کړې ده او په ضد یې د احتجاجونو غږ کړی دی.

په منځني ختیځ کې د امن دپاره د صدر ډانلډټرمپ سلاحکار او زوم، جېرډ کشنر، چې د منځني ختیځ د نوي منصوبې معمار هم گڼل کېږي، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په منځني ختیځ کې د ورستي تشدد ذمه واري د محمود عباس په اوږو هم پرته ده.

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا، یا سکېورټي کاونسل د تړل شویو دروازو په شا د غونډه وروسته جېرډ کشنر وویل منځني ختیځ دپار د امریکايي منصوبې د اعلانیدو نه وړاندې فلسطیني صدر د احتجاجونو غوښتنه کړې وه.

د فلسطین مشر مرکچي صائب عریقات د جمعې په ورځ په یو ټوېټر پېغام کې وویل د کشنر منصوبې د اسرائیل دپاره لاره هواره کړې ده چې نورې فلسطیني علاقې ونیسي او خپل نو ابادیت قایم کړي. صائب عریقات وویل د جېرډ کشنر او د هغه په رنگ سوچ لرونکي گڼي چې "زمونږ وجود او زمونږ حقونو یوه مسله ده."

اسرائیلي وزیراعظم بنجمن نېټن یاهو د صدر ټرمپ د منځني ختیځ د منصوبې هرکلی کړی دی.

فلسطینیان د اردن دریاب په غربي ساحل یا په وېسټ بېنک، مشرقي یروشلم او د غزه په تړانگه کې خپل ریاست قایمولو غواړي خو اسرائیل دغه سیمې د کال ١٩٧٦ په جنگ کې نیولې دي.

فلسطنیان په مشرقي یروشلم او وېسټ بېنک کې د اسرائیل اباد کاري د امن په لاره کې خنډ گڼي او نړیواله ټولنه په دغو سیمو د اسرائیل کنټرول غیرقانوني گڼي.

د صدر ټرمپ منصوبه به اسرائیل ته اجازت ورکړي چې په فلسطیني سیمو یهودي ابادۍ ضم کړي او فلسطنیان په ویشل شویو سیمو خپل ریاست جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG