لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل صدر: استخباراتي معلومات ښښي د اوکراین په جنګ کې ایراني ډرون استعمالېږي


اوکراین او د اوکراین مغربي اتحادیانو ویلي چې د اوکراین سرښار کییف په شمول په نورو اوکرایني ښارونو حملو کې روسي ځواکونو د ایران جور شاهد ۱۳۶ ډول ډرون استعمال کړي دي. ایران دا خبره ردوي چې روس ته یې ډرون ورکړي دي
اوکراین او د اوکراین مغربي اتحادیانو ویلي چې د اوکراین سرښار کییف په شمول په نورو اوکرایني ښارونو حملو کې روسي ځواکونو د ایران جور شاهد ۱۳۶ ډول ډرون استعمال کړي دي. ایران دا خبره ردوي چې روس ته یې ډرون ورکړي دي

د اسرایل صدر ایزک هرزوګ ویلي اراده لري چې د امریکې صدر جوبایډن سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملاقات کې به امریکايي صدر سره هغه استخباراتي معلومات شریکوي چې ښښي روسي ځواکونه د اوکراین په جنګ کې د ایران جوړ ډورن استعمالوي.

د صدر هرزوګ دفتر وویل اسرایل داسې تصویران لري چې ښښي په اوکراین کې استعمال شوي ډرون د هغه ډرونز سره مماثلت لري چې ایران يې په ۲۰۲۱ کې ازموینه کړې وه.

اوکراین او د اوکراین مغربي اتحادیانو ویلي چې د اوکراین سرښار کییف په شمول په نورو اوکرایني ښارونو حملو کې روسي ځواکونو د ایران جور شاهد ۱۳۶ ډول ډرون استعمال کړي دي.

ایران دا خبره ردوي چې روس ته یې ډرون ورکړي دي.

يه عین حال کې صدر بایډن ویلي که روس په اوکراین یرغل کې اېټمي وسله ورکاروله نو دا به يې سنګینه غلطي وي. د یو خبریال د پوښتنې په جواب کې صدر بایډن دا خبره هم وکړه چې د دې خبرې تصدیق نشي کولی چي ایا روس په ريښتیا هم د اېټمي وسلو د استعمالولو تیاری کوي او که نا؟

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان نېډ پرایس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د اېټمي وسلې د استعمالېدو په اړه تشویش ځکه هم ځای نېسي چې روس په نورو د هغه څه الزام پورې کوي چې خپله يې د کولو اراده لري.

په اقوام متحده کې د روس استازي واسېلي نبېنزایه د ګل، دوشنبې، په ورځ د اقوام متحده مشر اېنټونیو ګوټېرېس او سېکیورټي کاونسل ته په یو خط کې وویل که چېرې اوکراین ډرټي بم استعمال کړو نو روس به دا د اېټمي ترهګرۍ ګام ګڼي.

ډرټي یا خیچن بم د روایتي وسلې دلارې داسې چاودنې ته وېل کېږي چې اېټمي تابکاري خپروي خو د اېټمي وسلې په شان په لویه کچه تباهي نه کوي.

اوکراین د روس دغه خبره ردوي، وايي د ډرټي بم د استعمالولو هېڅ منصوبه نه لري.

د اقوام متحده سېکیورټي کاونسل یا امینتي شورا د نهې، سه شنبې، په ورځ د تړل شوو دروازو په شا غونډه کې په دغه الزام خبرې وکړې.

د برطانيي سفیر جېمز کېریوکي خبریالانو ته وویل برطانیه، امریکا او فرانس په دې خبره ښه پوهه دي چې د روس الزام هېڅ حقیقت نه لري.

د ايټمي او بایولاجیکل حملو د مخنیوي دپاره د روسي ځواکونو مشر لوټيننټ جنرل ایګور کیریلوف مطبوعاتو ته ویلي روسي ځواکونه د تابکارۍ په ماحول کې د کار کولو دپاره تیاری کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو مارګرېټ بشیر، پېټسي کستواره او ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG