لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي پوځ شمالي غزې ته بیرته ورننوتی او په رفح یې پوځي فشار زیات کړی


Israeli military vehicles roll near the border with the Gaza Strip on May 12, 2024.
Israeli military vehicles roll near the border with the Gaza Strip on May 12, 2024.

اسرایل د غزه پټۍ په شمالي برخه کې جبالیه کډوالو کېمپ ته د اتوار/ یکشنبې په سهر پوځي ټینکونه استولي چرته چې تیره شپه په درنه هوايي بمبارۍ او ځمکني بریدونو کې د صحت چارواکو تر مخه ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

جبالیه د غزه په تاریخي او زړو مهاجر کیمپونو کې تر ټولو لوې کېمپ دی چې د یو لک نه زیاته ابادي لري، دغلته ژوند کونکي زیاتره مهاجر هغه فلسطینیان دي چې په کال ۱۹۴۸م کې د اسرایل او عربو تر منځه جګړه کې د خپلو کلو او ښارګوټو نه ویستل شوي وو. د دغه جګړې په پاېه کې د اسرایل ریاست جوړ شوی وو.

د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته د اسرایل پوځ ویلي وو چې په جبالیه کېمپ کې روانو عملیاتو هدف یې د حماس ډلي پوځي صلاحیت مخه نیول دي. حماس وسله واله ډله د غزه کنټرول لري.

د اسرایل د پوځ ویاند اېډمېرل ډېنیل هیګاري خبریالانو ته ویلي، ٫٫ په تیرو څو اونیو کې مونږ معلومه کړې چې حماس ډله په جبالیه کې خپل پوځي توان بیرته قوي کوي. مونږ د دوي دغه هڅې د منځه وړلو لپاره دغه عملیات کوو.٬٬ پوځي ویاند زیاته کړې چې د غزه په زیتون ولسوالۍ کې یې پوځ د عملیاتو په وخت ۳۰ فلسطیني وسله وال وژلي.

په جبالیه کېمپ کې د تباه شوو کورونو او ودانیو حال
په جبالیه کېمپ کې د تباه شوو کورونو او ودانیو حال

د جبالیه یو ۴۵ کلن ځايي اوسیدونکي سعید ویلي، ٫٫ د تیرې ورځې راهسې شورو شوي بمباري او زمکني عملیات لا هم نه دي ودریدلي او هرځاې روان دي. د هغه مکتبونو سره نژدې هم بمباري شوې چرته چې بې کوره شوي خلک پاتې کیږي.٬٬

دغه تن په چېټ اېپ راېټرز خبري ادارې ته ویلي ٫٫ په جبالیه کې داسې ښکاري چې جګړه بیرته شورو شوې او ګڼې کورنۍ یې دې ته مجبوره کړي چې دغه ځاې پرېږدي.٬٬

د اسرایل پوځ د غزه ښار شرقي ښارګوټو الزیتون او الصبره ته هم ټینکونه بیرته لیږلي چرته چې ځايي خلکو د درنې جګړې خبر ورکړی چې له عمله یې ګڼ کورونه او لوړ پوړې ودانې تباه شوي. د اسرایل پوځ څو میاشتې وړاندې د دغه سیمو د کنټرول ترلاسه کولو دعوه کړې وه.

د دیرالبلاح په خوا شاه کې وسله واله جګړه

ځايي اوسیدونکو او د حماس مطبوعاتي څانګې بیا ویلي چې اسرایلي ټینکونه د دیرالبلاح ښارشرقي سیمې ته نه دي داخل شوي، ځو ځیني ټېنکونو او بلډوزرو یې د ښار نه بهر لږیدلی ښاردار تار نړولی چې وروسته بیا د حماس جنګیالو سره نیغ په نیغه جګړه شوې.

د صحت ځايي چارواکو په وینا د خالي/ شنبې په ورځ په دغه ښار د اسرایل په بمبارۍ کې پلار او ځوی چې دواړه ډاکټران وو، وژل شوي.

د حماس وسله والې څانګې او اسلامي جهاد ډلې بیا ویلي چې جنګیالو یې په غزه کې په اسرایل ځواکونو د څو اړخونو نه بریدونه کړي، او په دغه بریدونو کې یې ټینک ویشتونکي راکټې، مارټر بمونه هم کارولي. دغه جګړه په رفح کې هم شوې چرته چې د یو لک نه زیاتو فلسطینیانو پناه اخستې وه.

Israel Palestinians
Israel Palestinians

د اسرایل او حماس تر منځه دا روانه جګړه تیرکال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه وروسته د هغې شورو شوې کله چې د حماس وسله والو په جنوبي اسرایل ناڅافي برید وکړو. اسرایل دعوه کړې چې په دغه برید کې د ۱۲۰۰ نه زیات اسرایلیان وژل شوي او د حماس وسله والو ۲۵۰ اسرایلیان د ځان سره تښتولي.

د دغه برید په ځواب کې د اسرایل لخوا په غزه کې پیل شوي عملیاتو کې د غزه د صحت چارواکو تر مخه د ۳۵۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي. د اسرایل لخوا شوي بمبارۍ د غزه ساحلي پټۍ ویجاړه کړې او دغلته ژور بشري ناورین پیدا شوی.

د اتوار/ یکشنبې په ورځ د زرګونو په شمېر کې نورې کورنۍ هم د رفح نه وتلي چرته چې د اسرایل د پوځ لخوا فشار ډیر شوی. اسرایلي ټینکونو د ښار په ګڼو برخو ډزې کړي او اسرایلي پوځ د خلکو د وتلو لپاره نوي پلانونه اعلان کړي. د دغه ښار ځینې برخې د مصر د پولې سره لږیدلي.

په رفح کې پناه اخستونکي یو تن تمیر البورايي ویلي ٫٫ کله چې ځه د رفح نه راوتم او د خان یونس نه تیریدم نو ما دیر وژل، ځه نه پوهیدو چې ما ولې ژړل، ځه په دې حالاتو ژړیدم یا د ذلت او د لاسه ورکولو احساس چې کوم څه ما لیدلي په هغې مې ژړل.٬٬

دغه تن راېټرز خبري ادارې ته ویلي ٫٫ ما د پیریانو ښار ولیدو، د سړک دواړه غاړو ته ودانۍ، د ټولې ولسوالې ودانۍ د منځه وړل شوي. خلک د خپل خوندیتوب لپاره په تیښته دي، دوي خبر دي چې یو ځاې هم خوندي نه دی. او نه د دوي لپاره کومې خېمې او یا د پام کوم ځاې شته.٬٬

دغه تن چې یو کاروباري تن دی وايي چې فلسطینیان د ټولې نړۍ لخوا پرېښودل شوي او خپل نصیب ته پرېښودل شوي په داسې حال چې جګړه اتمې میاشتې ته داخل شوې. د نړۍ طاقتونه په دې کې ناکامه شوي چې د اسرایل او حماس تر منځه جګړه پاې ته ورسوي او یا د جګړې ختمولو لپاره منځګړتوب وکړي او یوې لوظنامې ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې ٫٫ ترڅو چې دزبندي نه وي شوي، د ملګرو ملتونو لخوا کومه فیصله نه وي شوي مونږ هیڅ هیله نه لرو.٬٬

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG