لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وایي د ایران برید یې په کامیابۍ ناکامه کړی، امریکا، برتانیا، فرانس او اردن هم ډرون ویشتلي


اسرایل وایي هوایي دفاعي ځواکونو یې په کامیابۍ سره د خپل هېواد دفاع کړې او د ایران د بریدونو مخه یې نیولې ده خو لږ زیان یې اړولی او تهران بیا خبرداری ورکړی چې که اسرایل جواب وویل نور بریدونه به ورباندې وکړي.

د ایران پاسدانِ انقلاب ځواک د یکشنبې- اتوار په سهار وختي په یو بیان کې ویلي، پرون یې له خپلې خاورې د اسرایل په طرف میزایل او ډرون ور ویشتلي دي، خو د میزایل او ډرون شمېر یې نه دی ښوولی.

پاسدارانِ انقلاب ځواک وایي دا برید په دمشق کې پر ایراني کونسلګرۍ د اسرایل د هغه برید په غبرګون کې کړی، چې پکې د څو اعلی کمانډرانو په ګډون دوولس تنه وژل شوي وو. اسرایل د اپرېل د لومړۍ برید نه تایید کړی او نه یې له ذمه وارۍ انکار کړی دی.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري نن ویلي، ایران تر 300 زیات میزایل او ډرون ویشتلي، چې وایي په هغوی کې یې ځینې له یمن او عراقه ور ویشتلي خو وایي اسرایلي هوایي ځواکونو 99 فیصده د اسرایل له فضا بهر ناکاره کړي خو وایي یو فیصد بریدونو یې یوه نجلۍ زخمي کړې او لږ زیان یې اړولی دی.

ډېنیل هګاري وایي ایران 170 ډرون، تر 30 زیات کروز میزایل او تر 120 زیات بېلسټیک میزایل ور ویشتلي وو، چې وایي د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته یې ناکامه کړي دي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن وايي، امریکايي پوځیانو له اسرایل سره د ایران د ټولو ډرون الوتکو او میزایلو په وېشتلو او را غورځولو کې مرسته کړې ده.

بایډن په یو بیان کې وویل د اسرایل د دفاع د ملاتړ په خاطر د ده په امر د امریکې پوځ تېره اوونۍ په سیمه کې بېلسټیک دفاعي الوتکې او جنګي بېړۍ پر ځای کړې دي:

"د دې ځای په ځای کولو او زموږ د پوځیانو په غیرمعمولي مهارت سره موږ د اسرایل سره مرسته وکړه چې [د ایران] نیژدې ټول راتلونکي میزایل او ډرون الوتکې مو را وغورځولې."

صدر بایډن وایي د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته یې د امریکې د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه، خو وایي‌ ایران پر امریکايي ځواکونو یا تنصیباتو برید نه دی کړی:

"ما [نتنیاهو ته] وویل اسرایل د خپلې دفاع او حتی د بېساري بریدونو د ماتولو لپاره د پام وړ وړتیا وښودله او خپلو دښمنانو ته یې یو واضح پیغام ولېږه چې دوی نه شي کولای د اسرایل امنیت په مؤثره توګه له خطر سره مخ کړي."

د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک نن په یوه ویډیو کې ویلي برتانوي جنګي الوتکو اسرایل ته ور ویشتل شوي ایراني ډرون تباه کړي‌ دي، خو ورسره یې د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي په خاطر د زغم غوښتنه هم کړې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې رشي سوناک نن ویلي که د ایران دغه بریدونه کامیابه شوي وای د سیمې امن او ارامۍ ته به پوره زیان رسېدلی وای. برتانوي وزیراعظم خبریالانو ته ویلي:

"زه دا تاییدولای شم چې زموږ جهازونو د ایران یو شمېر بریدګر ډرون ویشتلي او را غورځولي دي. موږ د اسرایل او د پراخې سیمې له امن سره ملګري یو، چې دا زموږ [برتانیې] د امن لپاره هم مهمه ده".

ځینې رسنۍ وایي فرانس او اردن هم د ایران ډرون په را غورځولو کې مرسته کړې ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د اردن حکومت ویلي دا ډرون یې د خپل امن په خاطر ویشتلي نه د اسرایل د ګټې لپاره.

یو شمېر رسنیو په بیت المقدس کې د چاودنو او د هوايي بریدونو د خبرداریو د اورېدو خبر ورکړی دی.

اسرایلي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي چې دا چاودنې د میزایلو او یا ډرون الوتکو د لګېدلو په وجه دي او که د هغوی د مخنیوي په خاطر شوې دي.

د اسرایل د هوایي میدانونو ادارې هم د یکشنبې- اتوار په سهار وختي اعلان کړی چې سهار شاوخوا اووه نیمې بجې یې د خپل هېواد فضا بیرته د پروازونو لپاره پرانیستې خو وایي کېدای شي د تل ابیب په بین ګورین هوایي ډګر کې د پروازونو وخت بدل شي.

ایران له اسرایلو غوښتي چې د بریدونو جواب ور نه کړي، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي او د ایران ولسمشر ویلي که اسرایل ورته پوځي غبرګون وښیي نو تر دې به هم سخت جواب ورکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG