لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: متحده عرب اماراتو د اسرایل لومړی پرواز به د ګل په ورځ روانیږي


 دواړو ملکونو ترمنځ د امریکې په منځګریتوب تعلقات قایم شول چې ترمخه به اسرایل په هغو سیمو کې اباد کاري نکوي چې فلسطینیان یې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي
دواړو ملکونو ترمنځ د امریکې په منځګریتوب تعلقات قایم شول چې ترمخه به اسرایل په هغو سیمو کې اباد کاري نکوي چې فلسطینیان یې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي

د اسرایل د هوابازۍ ادارې ویلي متحده عرب اماراتو ته به د اسرایل نه د مسافرو لومړی پرواز د ګل، دوشنبې، په ورځ روانیږي.

د دې خبرې اعلان د اسرایل د هوايي اډو د انتظام ادارې اسرایل ایرپورټس اتارټي د جمعې په ورځ خپل وېش مهال یا جدول کې وکړو چې اماراتو ته د پرواز د تګ ورځ یې ګل، دوشنبه، ورکړه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه امریکايي مامورینو وړاندې اعلان کړی و چې د اسرایل او متحده عرب اماراتو ترمنځ په لومړي پرواز کې به د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ زوم او مشیر جېرډ کشنر، د امریکې د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین، د منځني ختیځ دپاره د امریکې استازی اېوي برکویټز او د ایران دپاره د امریکې استازی براین هوک سفر کوي.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي د هغه د قامي سلامیته مشیر مېیر بن شابت به د اسرایلي پلاوي مشري کوي چې پکې به د اسرایل د بېلا بېلو وزارتونو نمایندګان هم شامل وي.

اسرایل ایرپورټس اتارټي وویل متحده عرب اماراتو ته تلونکی پرواز به اېل وای۹۷۱ وي او بېرته ستنیونکي شمېره به اېل وای ۹۷۲ او د اسرایل په بېن ګوریین هوايي اډه به کوزیږي.

ای پي وايي په اسرایل او یو ای ايي کې مامورینو په رسمي ډول د مجوزه پرواز تصدیق نه دی کړی.

اسرایل او متحده عرب اماراتو د اګست په ۱۳ نېټه سفارتي تعلقات برابر کړل. د اګست په ۱۶ نېټه د دواړو ملکونو ترمنځ ټېلې فونونه فعال شول.

د دواړو ملکونو ترمنځ د امریکې په منځګریتوب تعلقات قایم شول چې ترمخه به اسرایل په هغو سیمو کې اباد کاري نکوي چې فلسطینیان یې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي.

فلسطینیانو د اماراتو او اسرایلو د تعلقاتو غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG